نړیوال کریکټ

کمارا سنګکارا: که چیرې ګنګولي د آی سي سي رئیس وټاکل شي، نو کولی شي بدلون راولي

د سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې پخواني کیپتان کمارا سنګکارا ویلي دي، که د بي سي سي ای مشر سوراف ګنګولي د آی سي سي رئیس وټاکل شي، نو زه ډاډه یم چې هغه به بدلون راولي. 

سنګکارا هندوستان ټوډی ته داسې وویل: ((زه فکر کوم چې سوراف په حقیقت کې کولی شې، یو څه بدلون راولي. زه نه یوازې د هغه لوی ملاتړ کوونکی یم بلکې هغه یو ښه کریکټر وه. او همدغه راز د کریکټ یو ښه ذهن لري.))

نوموړي زیاته کړه: ((ستاسو ذهنیت باید په پوره توګه نړیوال وې. نه دا چې ستاسو ذهن یواځې یو طرف باندې تمرکز وکړي. دا مهمه نه ده چې دا هندي دی، دا سریلانکایي دی او دا اسټرالیایي دی. هغه څه چې ترسره کوي هغه باید د ټولو هېوادونو کریکټ لپاره په ګټه وې.)) 

د کمارا سنګکارا پر وینا، چې په اوسني عصر کې ماشومان او لویان ټول له کریکټ سره مینه لري. نو له همدې امله سوراف ګنګلولي کولی شي چې د خلکو مینه نوره هم له کریکټ سره زیاته کړې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې