لیګونه

براډ هوګ: ار سي بي په متحده عربي اماراتو کې د اتلولۍ قوي کاندید دی

د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې پخواني سوکه ورو توپ اچوونکي براډ هوګ ویلي دي، چې د بنګلور چلېنجرز لوبډله په متحده عربي اماراتو کې د اتلولۍ جام ګټلو قوي کاندید دی.

براډ هوګ وړاندوینه کړې ده چې بنګلور چلېنجرز لوبډله ښایې په متحده عربي اماراتو کې د آی پي ایل د اتلولۍ جام د لومړي ځل لپاره وګټې.

د هند سوداګرېز لیګ رئیس برېجش پټیل د جمعې په ورځ له آی اېن اېس سره په خبرو کې دا څرګنده کړه، چې آی پي ایل به د سیپټمبر میاشتې له ۱۹ مې نیټې څخه پیل او د نومبر میاشتې تر ۸ مې نیټې پورې به دوام وکړي.

هوګ له بنګلور چلېنجرز سربیره د تېر کال اتلې لوبډلې ممبۍ انډیانز یادونه هم وکړه او هغه یې هم د آی پي ایل ۲۰۲۰ د بریا لپاره کاندیده لوبډله وګڼله. براډ هوګ زیاتوي، ممبۍ انډیانز لوبډله غوره بالران او الرونډران لري چې پر بنسټ به یې دوی د آی پي ایل سر لیک وګټې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې