دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ایلیس پیري او مېټ ټوموا له واده څخه پنځه کاله وروسته جلا شول

د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې ښځینه لوبغاړې ایلیس پیري او مېټ ټوموا چې ښځه او خاوند وه. او پنځه کاله یې د خپل واده ژوند یو ځای تېر کړ. مګر له پینځو کالو وروسته یې خپلې لارې بیلې کړې. 

ټوموا او پیري په ۲۰۱۵ م کال کې په دسمبر میاشت کې واده وکړ. پداسې حال کې چې دواړه د ورزش برخې لوبغاړي ول. پیري د اسټرالیا ښځینه کریکټ ملي لوبډلې لوبغاړې ده او خاوند یې بیا د رګبي لوبې لوبغاړی دی چې د میلبورن استازیتوب کوي.

که څه هم د دوی د طلاق اخیستو خبرونه خورا حیرانوونکي دي، خو د دوی د جلا کېدو ادغاوې د روان کال له فېبروۍ میاشتې څخه پیل شوې وې.

دواړو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ګډ ژوند ته د پای ټکی کېښود

دغو دواړو د یکشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ؛ چې له پینځو کلنو ګډ ژوند وروسته یې خپلې لارې جلا کړې. دوی په خپره کړې اعلامیه کې زیاته کړې ده: ((دا سمه پرېکړه وه، چې یو بل څخه جلا شو او خپل ژوند ښه کړو. دا هغه څه دي چې مونږ ترسره کړل او دا یو متقابل پرېکړه ده.)) که څه هم مخکې د ورزش برخې دغو دواړو لوبغاړو د خپلو جلا کېدو اوازې رد کړې وې او دا اوازې یې بې بنسټه بللې وې.

نو وروسته له هغې دا څرګنده شوه چې کله ایلیس پیري د غوره لوبغاړې جاېزه ترلاسه کړه او په وېنا کې یې هېڅ د خپل خاوند ټوموا یادونه ونکړه نو د دواړو ترمنځ وروسته شخړه رامینځته شوه. 

دا دواړه جوړې په خپلو اړونده مسلک کې خورا پیاوړي ول او ډیری وخت یې بریاووې ترلاسه کړې دي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې