افغانستان کریکټ

نوې نوښت افغانستان کې په لومړي ځل د ښځو لپاره د کرکټ اکاډومې جوړه شوه

دا چې ورځ تر بلې په افغانستان کې کرکټ پرمختګ کوي نو اکثره ځوانان هڅه کوي ترڅو ښه کرکټ ترسره کړي او له هغې وروسته ملي لوبډلې ته راستانه شي.

خو دلته په مرکز کابل کې بیا د ښځینه و کرکټ لوبغاړو ته د لومړي ځل لپاره د کرکټ رسمي اکاډومې پرانیستل کیږي، چې موخه یې د ښځینه کرکټرانو پیدا کول دي.

دغه اکاډومې نن رسماً په مرکز کابل کې د څلورمې کارتي سیمه کې جوړه شوه.

د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی راشد خان ارمان هم ګډون وال و.

د یادې اکاډومۍ مشر ویلي،، زمونږ موخه داده چې په افغانستان کې د ښځینه کرکټ پيل په رسمي ډول وکړو، ترڅو په هیواد کې مو یوه رسمي ښځینه لوبډله رامنځ ته شي،،

یاده دې وي چې دا په افغانستان کې د ډېر وخت وروسته لومړی اقدام و چې د ښځينه کرکټ لوبغاړو لپاره کیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې