دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

شکېب الحسن بنګله ديشې لوبغاړو ته: زما له تیروتنې زده کړه وکړۍ

د بنګله کریکټ ملي لوبډلې تکړه الراونډر لوبغاړی شکېب الحسن چې دا مهال د آی سي سي یا د کریکټ نړیوالې شورا له بندېز سره مخ دی. نو خپلو بنګله ديشې لوبغاړو ته یې یادونه کړې ده چې له دې غلطۍ څخه دې عبرت واخلي او ور څخه دې زده کړه وکړې. شکېب الحسن د تېر کال په اکتوبر کې د آی سي سي فساد ضد کوډ ترلاسه کړ. چې له امله یې پر نوموړي باندې له نړیوال کریکټ څخه بندېز ولګول شو. د شکېب الحسن بندېز به د راتلونکې اکتوبر میاشتې په ۲۹ مه نیټه پایته ورسېږي.

شکیب الحسن خپلو لوبغاړو ته ویلي دي، چې دوی باید د لوبې پر مهال صادقه ووسې او له دروغو څخه دې ډډه وکړي. شکیب وایي، تاسو باید زما له تیروتنې زده کړه وکړئ او خلکو ته ووایاست چې له تیروتنو دې زده کړه وکړې.

شکیب وایي، که داسې کار له کوم بل چا سره شوی وه. نو ده به ور څخه زده کړه کړې وه خو مګر دا له ما سره پيښ شوې دي او اوس باید خلک زما له تیروتنې زده کړه وکړي.

شکیب خپله تیروتنه باندې اعتراف کړی دی او له خلکو یې غوښتې دې چې دوی داسې ونکړې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې