دلوبغاړو په اړهلیګونه

رېنا او پېنټ د آی پي ایل لپاره چمتووالی پیل کړ

د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ په منځ کې د هندي مینه والو او د هند سوداګرېز کریکټ لیګ مینه والو لپاره ښه خبر دا دی چې سرېش رېنا او رېشاب پېنټ د آی پي ایل چمتووالی پیل کړ. 

پدې وروستیو کې برجېش پټیل د هند سوداګرېز لیګ په اړه ویلي دي، چې دا لیګ به سږ کال د متحده عربي اماراتو په کوربتوب پیل شې. د نوموړي پر وینا چې ای پي ایل به سږ کال د سیپټمبر میاشتې له ۱۹ مې نیټې څخه پیل شي او د نومبر میاشتې ۸ مې نیټې پورې به دوام وکړي.

د آی پي ایل د پیلیدو نیټې نهایي کېدو لپاره ډیری کریکټرانو چمتووالی پیل کړی دی. چې په ورته وخت کې د چینای سوپر کېنګز لوبډلې لوبغاړي سرېش رېنا او رېشاب پېنټ هم چمتووالی پیل کړی دی.  

سرېش رېنا په ټوېټر کې یوه ویډیو خپره کړې ده، چې پکې هغه د یوې کمپنۍ چې د بیټونو کمپنۍ ده لېدل کېږي او ترڅنګ یې ورسره پېنټ هم شامل شوی دی.

سرېش رېنا لیکلې دي: ((زه د بېټ غوره کولو سره د آی پي ایل چمتووالی نیسم. زه د آی پي ایل راستنېدو ته چمتووالی نه شم نیولی.))

رېنا په ویډیو کې لېدل کېږي، چې د سپورټ توکو ستر SG فابریکې ته تللی دی. او ځان لپاره یې یو بېټ غوره کوي. د دې وخت په جریان کې ور سره پېنټ هم را څرګندېږي او د بېټ په اړه بحث کوي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې