دلوبغاړو په اړه

رویچندران څرګنده کړه چې ولې بابر اعظم باید له کوهلي سره پرتله نشي؟

د هند کریکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچوونکي رویچندران اشون څرګنده کړې ده، چې ولې باید بابر اعظم له کوهلي سره پرتله نشي. اشون په یوې ځانګړې مرکه کې ویلې دي چې هغه د بابر اعظم له لوبې سره مینه لري او د کریکټ لوبه یې خوښه وې. 

رویچندران اشون همدغه راز د مرکې پر مهال د بابر اعظم ستاینه وکړه، او پر وینا یې چې د بابر اعظم د لوبې په ځانګړي توګه د توپ وهنې له لیدو څخه خوند اخلي.

اشون وویل: ((زه واقیعاً د بابر اعظم له توپ وهنې څخه خوند اخلم. ما هغه سنت ولېد کوم چې یې د اسټرالیا پر وړاندې څرګند کړ.)) په هر حال د بابر اعظم پرتلنه اوس مهال له وېرات کوهلي سره اشون ته مناسبه نه بریښې. 

نوموړي زیاته کړه: ((له وېرات سره د هغه پرتلنه به پر هغه باندې فشار راوړې. دا کار غېر عادلانه دی. کوهلي یو له غوره لوبغاړو څخه دی. چې نړۍ یې له ښیې لوبې شایده ده. زه ډاډه یم چې د بابر وخت به هم راشې.))

بابر اعظم ته په دې وروستیو کې د ټېسټ فارمیټ لوبډلمشري هم ور په غاړه کړل شوي ده چې د انګلینډ خلاف راتلونکې سیرېز کې به د کیپتان دنده پر غاړه ولري.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې