دلوبغاړو په اړهلیګونه

د آی پي ایل یوه اونۍ مخکې کېدل؛ او پر شپږېزه لیګ یې اغېزه

د هند سوداګرېز لیګ یوه اونۍ نور هم را مخکې شو او د پیلیدو نیټه یې د سیپټمبر میاشتې ۱۹ مه وټاکل شوه. پداسې حال کې چې د شپږېزه کریکټ لیګ د پیل نیټه د سيپټمبر میاشتې ۱۳ مه ټاکل شوې ده.

د آی پي ایل اغېز پر شپږیزې لیګ څه شی دی؟

دا چې د دواړو لیګونو ترمنځ ټول اووه ورځې فرق دی. نو ښایې چې افغان لوبغاړي یو لیګ ته لومړیتوب ورکړي یا به شپږېزه لیګ ته لومړیتوب ورکوي او یا هم آی پي ایل یا هند سوداګرېز لیګ ته به لومړیتوب ورکوي. 

تر اوسه پورې معلومه نه ده چې افغان لوبغاړي به په کوم لیګ کې ولوبېږي. خو ډیری هېوادوال مو پدې اند دي چې درې افغان لوبغاړي ښایې د شپږېزه لیګ پر ځای هند ستر تجارتي لیګ ته لومړیتوب ورکړي.

د یادولو وړ ده چې درې افغان لوبغاړي په هند غوره لیګ کې د خپلو لوبډلو له لوري پیرل شوې دي. مجېب الرحمن له کېنګز الېون پنجاب لوبډلې سره ، محمد نبي عیسخېل او راشد خان ارمان بیا له سنراېزر حېدراباد لوبډلې سره مل دي.

ټاکل شوې ده چې آی پي ایل به سږ کال د هند پر ځای په متحده عربي اماراتو کې پیل شې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې