دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

دغې پاکستاني لوبغاړي په ساعتونو ساعتونو تشناب کې ژړلې وه

د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې اوپنر توپ وهوونکي امام الحق له ې اېس فېن کرېکنفو ورزشي وېبپاڼې سره د یوې مرکې په ترڅ کې ويلي دي، چې داسې یو وخت سره هم مخ شوی وه چې په ساعتو ساعتونو به یې تشناب کې ژړل. 

هغه وایي، له دې امله به یې ژړل چې د مینه والو له لوري به پرې توندې نیوکې ترسره کېدلې. هغه د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې لپاره په ۲۰۱۷ م کال کې نړیواله لوبه پیل کړه. په خپلې لومړۍ سیالۍ کې هغه د سریلانکا پر وړاندې عجیبه لوبه ترسره کړه او په لومړۍ نړیواله لوبه کې یې د سریلانکا پر وړاندې سلیزه ووهله.

دا افسانوې توپ وهوونکی د انضمام الحق وراره دی. نوموړی د یو شمېر تورنو سره مخ شوی دی چې دغو تورنو د هغه پر کیریر باندې منفې اغېزه کړې ده. نوموړي ې اېس فېن کرېکنفو ته زیاته کړله، چې کله به یې مبایل خلاص کړ او ټولنېزو رسنیو ته به يې سر ورښکاره کړه نو د مینه والو له لوري به پرې خورا زیاتې توندې نیوکې ترسره کېدې.

امام وایي، چې دغو نیوکو نوموړی مات کړ. او خورا له بد حالت سره یې لاس او ګریوان کړی وه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې