نړیوال کریکټ

Icc خپلو غړو هیوداونو ته کلنۍ بودیجه پاس کړه

Icc

یا د کرکټ نړیوالې شورا نن رسماً خبر ورکړ چې د دې شورا سره په رسمي ډول هغه کرکټ بورډونه چې بشپړ غړیتوب لري خپله بودیجه به ترلاسه کړي.

 د کرکټ نړیواله شورا هغه سرچینه ده چې د نړۍ بشپړ غړیتوب لرونکې هیوادونو ته پیسې ورکوي، دغه پیسې د کال په دوه برخو کې ورکول کیږي چې یوه برخه یې د کال په پیل کې او بل یې بیا د کال په وروستیو میاشتو کې ورکول کیږي.

د کرکټ نړیواله شورا خبر ورکوي چې د پیل بودیجه ورکول شوې او د دې کال په وروستۍ برخه کې به مونږ دوهمه برخه بودیجه هم کرکټ بورډونو ته ورکړو.

څو ورځي وړاندې بنګله دیش او پاکستان کرکټ بورډونو په دې اړه ژوره خواشیني ښودلی وه چې د کرونا له وجې شاید د کرکټ نړیواله شورا کرکټ بورډنو ته بودیجه ورنکړي.

خو نن رسماً د کریک انفو مشهوره ویبسایټ د آی سی سي په حواله ویلي چې د کرکټ نړیوالې شورا سره ټول بشپړغړیتوب لرونکې هیوادونه به په نیږدي وختونوکې خپله بودیجه ترلاسه کړي ځکه نن د آی سي سي لخوا په رسمي ډول پاس شوه.

آی سي سي یا د کرکټ نړیواله شورا هر کال د نړۍ کرکټ بورډونو ته د ۷ څخه تر ۸ میلونو ډالر ورکوي، چې هندي بورډ او انګلستان کرکټ بورډ له دې څخه څه زیاتې پیسې ترلاسه کوي. دا هغه هیوادونو ته ورکول کیږي چې د کرکټ نړیوالې شورا سره بشپړ غړیتوب لري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې