لیګونهنړیوال کریکټ

نړیوالې رسنۍ :آی پي ایل به د راتلونکې سيپټمبر میاشتې په ۱۹ نيټه پيل شي

د هندوستان سوداګریز لیګ

Ipl

سیالۍ ۷ ورځي نورې هم رامخکې شوې. د هندوستان دا کورنی تجارتي لیګ د کرونا ویروس له امله د نامعلوم برخلیک سر مخ و  اوس لپاره هندي چارواکو ډاډ ورکړې چې دیارلسم پړاو آی پي ایل به د راتلونکې سيپټمبر میاشتې په ۱۹ نېټه په متحد عربي اماراتو کې پیل کړي.

د بي سي سي آی مشهوره غړو رسنیو ته ویلي چې دا پرېکړه د دې لپاره کیږي ترڅو هندۍ لوبډله په روان کال کې استرالیا هیواد ته سفر وکړي.

 د

BCCI

د پيښو څانګې رییس برجیش پټيل ویلي د دې لیګ پاې لوبه به د نومبر میاشتې په لسمه یا ۸ نيټه ترسره کیږي.

لاهم روښانه نه دي ویل شوې چې هند کرکټ بورډ او د بي سي سي آی کميټه دغه پرېکړه نهایې ومنې او کنه؟

د معلوماتو پراساس هندي بورډ د خپل لیګ لپاره نړیوال شل اوریزه جام او اسیاجام له خاورو سره خاورې کړ، او ډېری راپورنوداسي هم ورکول کیږي چې د آی پي ایل د لوبډلې مالکان په شخصي الوتکو کې لوبغاړي متحد عربي اماراتو ته وړي ترڅو خپل تمرینات ترسره کړي.

بل پلو بیا د متحد عربي اماراتو د کرکټ بورډ مشران وایي : مونږ ته لاتراوسه پورې د هندوستان څخه رسمي وړاندیز نه دی شوې.خو مونږ چمتو یو چې دا ځل د دیارلسم پړاو آی پي ایل کوربتوب وکړو.

یاده دې وي چې د نیوزیلینډي کین ویلسمن په څير ډېر مشهوره لوبغاړي د دې لیګ د پیل لپاره ډېر زیات انتظار باسي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې