نړیوال کریکټ

عمران طاهر: ځوان لوبغاړي به د بابر تر لوبډلمشرۍ لاندې ښه فعالیت وکړي

د جنوبي افرېقا کریکټ ملي لوبډلې لېګ برېک سوکه توپ اچوونکي عمران طاهر ویلي دي، چې د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړي به د بابر اعظم تر کیپتانۍ لاندې ښه فعالیت ترسره کړي. 

دغه ۴۱ کلن لوبغاړي له یوې ورزشي وېبپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې بابر د نړۍ یو له غوره او پیاوړو لوبغاړو څخه دی. او نوموړي ته یې په راتلونکې کې د نیکمرغۍ هیله وکړه. 

هغه یادې ورزشي وېبپاڼې ته وویل: ((د بابر اعظم په مشرۍ اوسنۍ لوبډله خورا ځوانه لوبډله ده. او زه ورته د غوره او ښه بریاوو هیله کوم. زه باور لرم چې بابر د اوسنې عصر یو له غوره لوبغاړو څخه دی زما د تجربې پر اساس زه تمه لرم چې دوی به ښه فعالیت ترسره کړې دوی باید چانسونه له لاسه ورنکړي.))

طاهر له جنوبې افرېقا لوبډلې څخه مننه وکړه، چې دا یې په لوبډله کې لوبولی دی او تل یې ورته چانس ورکړی دی. عمران طاهر وایي چې پاکستان یې خپل کور دی. او د پاکستان هېواد پرېښودل ورته ستونزمن دي.  

عمران طاهر وایي: ((زه په لاهور کې زېږدلی یم. زما کورنۍ او ملګري ټول دلته مېشت دي. دا د یو چا لپاره اسانه کار نه دی چې خپل هېواد پرېږدي او د بل هېواد لپاره ولوبېږي. زه خپلې کورنۍ او میرمنې ته د دې کریډېټ ورکوم چې ماسره یې تل مرسته کړې ده. زما لومړنې پنځه کلونه خورا سخت ول او هېڅوګ هم پر دې نه پوهېدل چې زما لپاره د دې پنځه کلونو پایلې څه وې. کله چې ما پاکستان پرېښودو نو واقیعاً زه خورا زړه تنګون سره مخ شوی وم.)) هغه همدغه راز وویل نژاد پرستې هر چیرته شته دی. او دا هم ورسره مخ شوی دی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې