نړیوال کریکټ

د کرکټ نړیوالې شورا دوه کولیفای راونډونه وځنډول

ICC
یا د کرکټ نړیوالې شورا اعلان وکړ چې د نمیبيا په کوربتوب به کوليفای راونډ نه ترسره کیږي.
بل پلو د کرکټ نړیواله شورا خبر ورکوي چې د سویلي افریقا په کوربتوب د کوالیفير ډیویژن سیالۍ هم وځنډیدلي.
دغه کولیفای راونډونه وروسته له هغې ځنډیږي کله چې دوه ورځي وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا اعلان وکړ چې د ۲۰۲۰ م کال نړیوال شل اوریزه جام سږکال نه ترسره کیږي.
د نړیوال جام لپاره د کولیفای دا راونډونه یو په جنوبي افریقا کې، چې د بوټسوانا ، کینیا ، موزامبیق ، روانډا ، سیریا لیون او تانزانیا لوبډلې پکې شاملې وي د نامعلوم وخت لپاره وځنډول شوې.
د نمیبیا په کوربتو پخپله نمیبیا ، پاپوا نیو ګینا او متحده ایالات هغه لوبډلې وي چې د کولیفای ترسره کولو وروسته د ۱۹ کلنو نړیوال جام ته ورداخلیدې.
د جنوبي افریقا په کوربتوب د ۱۹ کلنو دغه کولیفای راونډ د اګسټ په ۷ نېټه پیلیده او د همدي میاشتې په ۱۴ نېټه پاې ته رسیده.


د کرکټ د نړیوالې شورا د پیښو رییس کریس ټيټلي ویلي،، د آی سي سي لومړیتوب د لوبغاړو ، روزونکو ، چارواکو ، مینه والو او د کرېکټ ټولې ټولنې د هوساینې ساتل دي.
مونږ هڅه کاوو چې په داسي ځایونو کې سیالۍ برابرې کړو چې هلته د کرونا هیڅ ډول خطر ونه لیدل شي.بل طرف ته مونږ ته دوه سترجامونه راپه غاړه دي نو د هغې لپاره پلانونه نیول هم ډېر وخت ته اړتیا لري،
ټيټلي زیاتوي مونږ به د نولس کلنو نړیوال جام سیمه ایزکوالیفیر ډيویژن په ټایلینډ کې تر څارنې لاندې ونیسو،،
یاده دې وي چې د کرکټ نړیوالې شورا د ۱۹ کلنو د کولیفير ډیویژن سیالۍ په دواړه هیوادونو جنوبي افریقا او نمیبیا کې د نامعلوم وخت لپاره وځنډولي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې