دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

جوفرا ارچر د وېسټ انډېز خلاف دریمې لوبې کې شامل شو

د انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې خطرناک توپ اچوونکی جوفرا ارچر د وېسټ انډېز کریکټ ملي پر وړاندې دریمې ټېسټ لوبې کې شامل کړای شو. د نوموړي بیرته راتګ ته اشاری اولي پوپ وکړه. 

جوفرا ارچر د وېسټ انډېز خلاف دویمه ټېسټ لوبه کې ونه لوبېد او له لوبډلې څخه کیښنول شو. ارچر له بایو سېکرو پروتوکول څخه سرغړونه کړې وه چې له امله یې ارچر بیا قرنطین شو او ترڅنګ یې د انګلینډ کریکټ بورډ له لوري جریمه هم کړای شو.

ارچر اوس بیرته لوبډلې سره یو ځای شوی دی. او د لوبډلې نور لوبغاړي یې هم خوښ دي چې ارچر یو ځل بیا دوی سره یو ځای شو. د اولی پوپ پر وینا چې ارچر په جالونو کې د پام وړ توپ اچونه ترسره کوي. 

د یادونې وړ ده چې د انګلیستان او وېسټ انډېز ترمنځ به وروستۍ او دریمه ټېسټ لوبه سبا پیل شې. له دې وړاندې لومړۍ ټېسټ لوبه ملیمه وېسټ انډېز په خپلې بریا سره پایته رسولې وه او وروسته بیا دویمه ټېسټ لوبه کوربه انګلینډ په خپلې بریا سره پایته ورسوله چې سیرېز یې ۱-۱ مساوي کړ.

وروستۍ ټېسټ لوبه چې هرې یوې لوبډلې وګټله نو د درې ټېسټ لوبو سیرېز به هم د هماغې لوبډلې په بریا سره پایته ورسېږي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې