دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

مېټ پارګسن د ایرلنډ پر وړاندې نه لوبېږي

د انګلېنډ کریکټ ملي لوبډلې ورو یا سوکه توپ اچوونکی مېټ پارګسن د ایرلنډ کریکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د درې یو ورځینو لوبو څخه بهر کړل شو. نوموړی د ټپ له امله په لوبډله کې نه لوبېږي. 

د راپورنو پر بنسټ، چې نوموړی د روزنې پر مهال ټپي شوی دی. د معلوماتو له مخې د پارګسن پښه ټپي شوي ده چې له امله یې هغه د ایرلنډ کریکټ ملي لوبډلې پر وړاندې له سیالۍ کيښنول شوی دی. تر دې دمه پورې د مېټ پارګسن پر ځای لوبډله کې څوګ نه دی شامل شوی.

د یادولو وړ ده چې د ایرلنډ پر وړاندې سیرېر څخه وړاندې د انګلیستان کریکټ بورډ معین علي د مرستیال لوبډلمشر په توګه اعلان کړ.   

انګلیستان کریکټ ملي لوبډله به دوه بیلا بیلې لوبډلې اعلان کړې چې د یو ورځینو لوبو لوبډله یې په لاندې ډول ده:

ایون مورګن (کیپتان) ، معین علي (مرستیال لوبډلمشر) ، جوناتن بیروسټو ، ټام بینټون ، سیم بلینګز ، هنري بروکس ، برایډن کارس ، ټام کرین ،  لیام ډاوسن ، بین ډوکیټ ، لاری ایونس ، ریچارډ ګلیسن ، لیوس ګریګوری ، سام هان ، ټام هیلم ، لام لیشینګ ساک لنکاشیر ، میتو پارکنسن ، عادل رشید ، جیسن رای ، فیل سالټ ، رسی ټاپي ، جیمز وینس ، ډیویډ ویلی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې