افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

راشد خان ارمان؛ شپږیزه کرکټ لیګ کې تر ټولو زیاتې ویکټې اخیستونکې لوبغاړی!

د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې پياوړی سلو توپ اچونکی راشدخان هغه لوبغاړی دی، چې په شپږیزه کرکټ لیګ کې یې تر نورو ټولو لوبغاړو ډيري ویکټې اخیستې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې د راشدخان د هغه ریکارډ ستاینه کړې، چې په شپږیزه لیګ کې یې تر نورو لوبغاړو زیاتې ویکټې اخیستې دي.

راشدخان ارمان په شپږیزه کرکټ لیګ کې تر دې دمه ۳۲ لوبې ترسره کړې دي، چې په دې ۳۲ لوبو کې یې ۴۷ ویکټې اخیستې دي، په یوه لوبه کې یې تر ټولو ښه توپ اچونه د ۱۰ منډو په بدل کې د څلورو لوبغاړو سوځول دي.

د دې تر څنګ راشد خان په یادو سیالیو کې څلور ویکټې ۴ ځلې، اخیستې دي.

۲۱ کلن راشدخان د افغان کرکټ ملې لوبډلې لپاره تر دې دمه ۳ ټیسټ، ۶۸ یو ورځنۍ او ۴۱ بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړې دي.

 هغه په ټیسټ لوبو کې ۲۰ ویکټې، په یو ورځنیو لوبو کې ۱۳۱ ویکټې او په شل اوریزه لوبو کې یې بیا ۷۹ ویکټې اخیستې دي.

 ددې ترڅنګ هغه په ټیسټ لوبو کې ۱۰۴ منډې، په یو ورځنیو لوبو کې ۹۰۳ منډې او په شل اوریزه لوبو کې یې بیا ۱۳۲ منډې جوړې کړې دي.

ټاکل شوې د شپږیزه کرکټ لیګ د راتلونکې سیپټمبر میاشتې په ۱۳مه نيته پیل او د همدې میاشتې په ۲۵مه نيته پای ته ورسیږي.

شپږیزه کرکټ لیګ یو له هغو کورنیو لیګونو څخه دي، چې ډیری پټ استعدادونه ور څخه رابرسېره کېږي او له مخې یې بیا په ۱۹ کلونو او یا هم په ملي لوبډله کې ځای پر ځای کېږي.

یاد لیګ په لومړي ځل د افغانستان کرکټ بورډ له لوري په ۲۰۱۳ م کال کې پرانیستل شو، چې  لومړي پړاو اتلولي یې د سپین غر پړانګانو لوبډلې وګټله.

تېر کال د دې لیګ اتلولي د میس عینک زون لوبډلې ګټلې وه. چې سږ کال به د میس عینک زون لوبډله د خپلې اتلولۍ څخه دفاع کوي.

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې