دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د مهیندرا سینګ ډوني نوي بڼه

د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې افسانوې او پیاوړي کیپتان او لوبغاړي ایم ایس ډوني یوه نوي بڼه باندې لیدل شوی دی. هغه په دې انځورونو کې خورا بدل شوی دی او په اړه یې فکر هم نه کېږي چې دا به د هند کریکټ ملي لوبډلې پخوانی کیپتان ایم ایس ډوني وې. 

ډوني چې د خپلو مختلفو کارونو له کبله په ټولنېزو رسنیو کې د خبرونو سر ټکی وې. دا ځل د دې بڼې په لیدلو سره یې یو ځل بیا د ګڼو هندي رسنیو او نورو رسنیو پام ځانته اړولی دی. تر اوسه پورې مالومه نه ده چې ډوني دا نوي بڼه د څه لپاره خپله کړې ده.

خو یو شمېر راپورنه وایي، چې نوموړي دا بڼه د اعلاناتو لپاره ښایې خپله کړې وې. د راپورنو پر بنسټ چې دا بڼه یې د موټرو شرکت د اعلان لپاره خپله کړې ده. چې ترڅنګ به یې ور سره د بالیوډ مشهوره ستوری امیتاب بچن هم شامل وې. 

ایم ایس ډونی د هندۍ لوبډلې یو ویاړلی او بریالی لوبډلمشر ثابت شوی دی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې