لیګونهنړیوال کریکټ

برجیش پټيل تاید کړه چې آی پي ایل به په متحد عربي اماراتو کې ترسره کیږي

ټاکل شوې وه د هندوستان تجارتي آی پي ایل سیالۍ د مارچ په ۲۹ نېټه د ممبې او چینایې لوبډلو په لوبه پيل شوې وی خو د کرونا ویروس له امله د ځنډ سره مخ شوې.

اوس تازه راپورونه ورکول شوې چې دغه سیالۍ به په متحد عربي اماراتو کې ترسره شي.

د

Ipl

د حکومت د شورا رییس بریجیش پټيل کریک انفو سره په مرکه کې ویلي

چې دوبۍ ، ابوظبي او شارجه به درې اصلي ځایونه وي، د دیارلسم پړاو آی پي ایل لپاره

 مونږ دغه پرېکړه وروسته له هغې اعلانوو کله چې د حکومت څخه اجازه ترلاسه کړو اوس مونږ خپل حکومت سره په دې اړه خبرې شریکې کړې دي نو د هغوۍ ځواب ته په تمه پاتې کیږو،د پټيل څخه وپوښتل شو چې دا سیالۍ به د تړلو دروازو شاته وي کنه؟نوموړي په ځواب کې وویل دا د متحد عربي اماراتو د حکومت پورې اړه لري،،

مخکې د

BCCI

کمېټې خبر ورکړ چې دا ځل به آی پي ایل د هندوستان پر ځاې په متحد عربي اماراتو کې ترسره شي.

اوس لپاره هندوستان کرکټ بورډ، بي سي سي آي کميټې او د آی پي ایل مالکانو په دې سره پرېکړه کړې چې دغه لیګ به په متحد عربي اماراتو کې د سيپټمبر په ۲۶ نېټه پيلوي چې پکې به په ۴۴ ورځو کې ۶۰ لوبې ترسره شي.خو لاهم هندي لوبغاړي او مشران د حکومت اعلان ته انتظار باسي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې