نړیوال کریکټ

آی سي سي دوه اونۍ وروسته د ښځینه نړیوال جام په اړه پرېکړه کوي

د کریکټ نړیوالې کمیټې د دوشنبې په ورځ د یو کنفرانس په پایله کې پرېکړه وکړه چې د ۲۰۲۰ م کال نارینه شل اورېز نړیوال جام وځنډوې. او احتمالي پرېکړو ته یې د پای ټکی کېږدي. 

بل پلوه ته له شل اورېز نړیوال جام څخه وړاندې د کریکټ اسیایي شورا پرېکړه وکړه چې رسماً سږ کال اسیا جام لغوه کړي.

په ورته وخت کې د نیوزیلینډ کریکټ بورډ اجرایوي رئیس ګریګ بارکلي ویلي دي، چې په راتلونکې دوه اونیو کې به د ښځینه شل اورېز نړیوال جام په اړه هم پرېکړه وشې.  

د ګریګ بارکلي پر وینا چې ښځینه شل اورېز نړیوال جام به د کووېډ ـ ۱۹ له امله له ګڼو ستونزو سره مخ شي. 

ټاکل شوې سږ کال ښځینه شل اورېز نړیوال جام د ۸ لوبډلو په ګډون نیوزیلینډ هېواد کې ترسره شې. خو اوس مهال له نا معلوم برخلیک سره مخ دی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې