دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

کویټن ډيکوک: اې بې ډيویلرز په نړیوال جام کې له ملې لوبډلې سره یو ځای کیدي!

د سویلې افریقا کرکټ ملې لوبډلې ځوان لوبډلمشر کویټن ډيکوک په خپلو تازه څګندونو کې ویلې، چې اې بې ډيویلرز په نړیوال شل اوریزه جام، چې ټاکل شوې وو په اکتوبر میاشت کې ترسره شې، د ملې لوبډلې سره یو ځای شي.

 د دوشنبې په ورځ د کرکټ نړیوالې شورا د تازه پرېکړې په بنسټ د ۲۰۲۰م د کرکټ نړیوال جام په رسمي ډول راتلونکې ۲۰۲۱م کال ته وځنډول شو.

د ۲۰۲۰م د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام د اسټرالیا هیواد په کوربتوب په اکتوبر او نوومبر میاشتو کې ترسره کېدی، خو د کورونا ویروس له امله راتلونکې کال ته وځنډېد.
اوس د کرکټ نړیوالې شورا د تازه پرېکړې له مخې نړیوال جام به د ۲۰۲۱م په اکتوبر او نوومبر میاشتو کې ترسره شي.

د ډيکوک په وینا ملې لوبډله اې بې ډيویلرز ته اړتیا لري او ډير ژر به یاد لوبغاړی له خپلې ملې لوبډلې سره یو ځای شي.

ډیویلرز د ۲۰۱۸م په مې میاشت کې له نړیوال کرکټ سره په ناڅاپې ډول مخه ښه وکړه.

هغه په یوې ویډيو کې ویلې وه، چې نور ستړی شوی او غواړي استراحت وکړي.

د تېر ۲۰۱۹م د کرکټ نړیوال جام مخکې هغه یو ځلې بیا ملې لوبډلې ته د راتګ لپاره زړه ښه کړی وو، خو د سویلي افریقا کرکټ بورډ ونه منله.

اوس هم داسي راپورونه ورکول کیږي، چې ممکن هغه یو ځلې بیا خپلې ملې لوبډلې ته راستون شي.

ډیویلرز وړمه ورځ د سویلي افریقا په تازه جوړو سوو سیالیو کې خورا ښه وځلېد او په یوه لوبه کې یې د ۲۴ توپونو په مټ ۶۱ تیزي منډې جوړې کړې.

۳۶ کلن اي بي ډیویلرز د سویلي افریقا کرکټ ملې لوبډلې لپاره ۱۱۴ ټیسټ، ۲۲۸ یو ورځنۍ او ۷۸ بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړې دي.

هغه په ټیسټ لوبو کې ۸۷۶۵ منډې، په یو ورځنیو لوبو کې یې ۹۵۷۷ منډې او په شل اوریزه لوبو کې یې بیا ۱۶۷۲ منډې جوړې کړې دي.

په نړیواله سطحه دغه نامتو لوبغاړی د خپلې ملې لوبډلې ترڅنګ د سویلي افریقا، هندوستان، ویسټ انډیز، بنګله دېش، پاکستان، انګلستان او اسټرالیا په لیګونو کې لوبېدلی.

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې