دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

میچل سټنر :د هندوستان کرکټ سوداګریز لیګ د ټولو لیګونو په سر کې دی

د نیوزیلینډ سوکه توپ اچونکی میچل سټنر چې په تیرو فصلونو کې د مهندرسینګ ډوني د لوبډلمشرۍ لاندې د چینایي سوپر کینګز په لوبډله کې ګډون وال و.

نوموړی په ۲۰۱۸ م کال کې چینایي سوپرکینګز لوبډلې وپيره.نوموړي د سیالیو پيل د راجستان رايلز لوبډلې پر وړاندې وکړ.

هغه په تیر فصل کې څلور لوبې ترسره کړې وي چې په توپ وهنه کې یې ۳۲ منډې ترلاسه کړې وي.او د توپ اچونې په برخه کې یې د نورو بالرانو څخه خورا اقتصادي بالینګ کړې و.

سټنر د هندوستاني لیګ په اړه ویلي،، دا د نړۍ د نورو لیګونو په سر کې دی او دا داسي سیالۍ دې چې د نه منلو وړ دي.ځکه په دې لیګ کې د نړۍ بهترینه لوبغاړي لوبیږي او د لوبیدو په بدل کې ډېرې پیسې ترلاسه کوي،،

یاده دې وي چې هندوستان کرکټ بورډ تیره ورځ رسماً اعلان وکړ چې دیارلسم پړاو آي پي ایل سیالۍ به د هندوستان پرځاې متحد عربي اماراتو کې ترسره کړي.چې اوس د لوبډلو مالکان هڅه کوي ترڅو زر تر زره خپل لوبغاړي په شخصي الوتکو کې متحد عربي اماراتو ته یوسي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې