لیګونه

د آی پي ایل چمتووالی په متحده عربي اماراتو کې پیل شوی

د کریکټ نړیوالې کمیټې د دوشنبې په ورځ شل اورېز نړیوال جام رسماً وځنډوه. چې په دې پریکړې سره ډیری اټکلونو ته د پای ټکی کېښودل شو. د مهالوېش له مخې ټاکل شوې وه چې سږ کال نړیوال جام په اکتوبر میاشت کې په اسټرالیا هېواد کې پیل شوی وای او تر نومبر میاشتې پورې یې دوام موندلی وای. خو دې هر څه ته د پای ټکی کېښودل شو. 

په ورته وخت کې د نړیوال جام رسماً ځنډېدل د دې لامل شوه؛ چې د آی پي ایل ترسره کېدل یقینې شې. څو ورځې وړاندې د بي سي سي ای ادارې مشر سوراف ګنګولي په احتمالي توګه ویلي وه چې سږ کال به آی پي ایل په متحده عربي اماراتو کې ترسره شې. د نړیوال جام ځنډېدو په تعقیب کې متحده عربي اماراتو د آی پي ایل ترسره کېدو لپاره چمتووالی پیل کړی دی.

د بي سي سي ای یوې سرچینې د منځني ختیځ خبري اژانس (ګلف نیوز) ته وویل: ((مونږ د دوبۍ په نړیوال کریکټ لوبغالي کې نهه پېچونه لرو. مونږ اومید لرو چې دلته به د آی پي ایل په څېر سترو سیالیو ترسره کېدو کې ستونزه ونلرو.)) 

هندي رسنیو ادغا کړې ده چې هند سوداګرېز لیګ د متحده عربي اماراتو په کوربتوب ترسره کېږي. خو تر دې دمه پورې د هند کریکټ کنټرول ادارې بي سي سي ای رسماً رسنیو ته څه نه دي ویلي.

خو له دې وړاندې یواځې سوراف ګنګولي دومره ویلي وه، چې پلان لري دا ځل د هند غوره لیګ ۱۳ م پړاو له هند څخه بهر ترسره کړې او متحده عربي امارات یې د آی پي ایل ترسره کېدو لپاره ممکنه ځای اعلان کړی وه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې