لیګونه

جوش هیزلووډ: آی پي ایل په نړۍ کې ترټولو پیاوړې شل اوريزې سیالۍ دي

د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکي جوش هیزلووډ ویلي دي، چې د هند سودګراېز لیګ د نړۍ تر ټولو پیاوړی شل اورېز لیګ دی. او دا لیګ یې ځوانو لوبغاړو لپاره د تجربې حاصلولو لپاره غوره بللی دی. 

هیزلووډ په هند سوداګرېز لیګ کې د چینای سوپر کېنګز لوبډلې لپاره لوبېږي.

هغه وایي: ((آی پي ایل یو نغدي شتمن لیګ دی. او د ځوانو لوبغاړو لپاره د عایدو منبع ده. دا لیګ په کال کې یو ځل ترسره کېږي چې ډیری لوبغاړي پکې د لوبېدو ارمان لري. دا لیګ له بیګ باش او نورو لیګونو سره فرق لري او دا لیګ د نورو شل اورېزو لیګونو په پرتله یو پیاوړی لیګ دی.)) 

د یادونې وړ ده چې وړمه ورځ د یوې پريکړې په ترڅ کې د کریکټ نړیوالې شورا شل اورېز نړیوال جام تر نامعلومې نیټې پورې وځنډوه.

چې په ورته وخت کې یې د هند غوره لیګ ترسره کېدو ته لاره هواره کړه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې