دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

بین سټوکس د ټیسټ لوبو لومړ‎ی نمبر الراونډر شو!

د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې پیاوړي الرانډر لوبغاړي بین سټوکس د ټیسټ لوبو د الراونډرانو په نړیوال درجه بندي کې لومړې مقام خپل کړ.

بن سټوکس د ټیسټ لوبو د الراونډرانو په نړیواله درجه بندي کې د ۴۹۷ نمرو په خپلو سره اوس د نړۍ پر الرانډرانو راج چلوي.

د دې ترڅنګ بین سټوکس د توپوهنې په نړیواله درجه بندي کې هم مخکې تګ کړي، یاد لوبغاړی اوس د ټیسټ لوبو د توپوهنې په نړیواله درجه بندي کې تر سټيو سمیت او ویرات کوهلې راوروسته درېيم مقام له ځان سره لري.

د انګلستان او ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ دوهمه ټیسټ لوبه پرون پای ته ورسېده، چې په ترڅ کې یې کوربه انګلستانۍ لوبډلې په ۱۱۳ منډو توپیر بریا خپله کړه.

په یاده لوبه کې بین سټوکس ۲۵۴ منډې جوړې کړې او د ویسټ انډیز ۳ لوبغاړي یې وسوځول، چې په مټ یې د ټیسټ سیالیو په نړیواله درجه بندي کې د نړۍ لومړی نمبر الراونډر لوبغاړی شو.

تر دې مخکې د ټیسټ سیالیو لومړی نمبر الراوڼډر لوبغاړی د ویسټ انډيز جېسن هولډر وو، چې تر ۱۸ میاشتو وروسته یې دا ځای له لاسه ورکړ او بین سټوکس ترلاسه کړ.

اوس په یاده درجه بندي کي بین سټوکس لومړی، جېسن هولډر دوهم، رویندرا جدیجا درېیم، میچل سټارک څلورم، رویچانډرن ایشواین پنځم، کولین ډي ګرینډهوم شپږم، پاټ کومینز اووم، رسټن چېس اتم، کریس ووکس نهم او تیم سوتي بیا لسم ځای لري.

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې