دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

بین سټوکز ولي د لوبې پر وخت منځنۍ ګوته یو سټایل ګڼې راځۍ تر شاه یې لویه کيسه پرته ده

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ الراونډر بین سټوکز د لوبې په جریان کې اکثریت وخت د ښه توپ اچونې او توپ وهنې وروسته خپل لاسونه پورته کوي او د سټایل په شکل په خپله منځنۍ ګوته اشاره کوي.

کیسه له دغه ځاې پیلیږي.

جیررارډ ګیډ،یا ( جیمس سټوکز) دا د انګلستاني توپ وهونکې بین سټوکز پلار دی.چې په ۱۹۵۵ م کال کې په نیوزیلینډ کې زیږدلی و.

جیمز سټوکز بیا د رګبي سیالیو یو مشوره لوبغاړی و چې سکول لیول سیالیو کې به د خپلې لوبډلې لپاره هميشه لوبیده.د نوموړي رګبي سیالۍ زیاتې خوښیدې او د ماشوم والي ورسره ډېره زیاته مینه درلود.نوموړی په ۱۹۷۰ م کال او ۱۹۸۰ م کال کې د یو مخکښ روزونکې په توګه راښکاره شو.

جیمز د نیوزیلینډ لپاره په ۱۹۸۲ م کال کې یو سفر استرالیا ته وکړ چې هلته د رګبي سیالیو په لوبو کې ډېر ښه ولوبید.

په ۲۷ کلنۍ کې یې د ګیراراډ د کینټربیري کلب روزونکی وټاکل شو. په ۱۹۹۴ کې هغه د شیر سرخ کپ کې د کینټربري هیواد نوي کارډینالز روزونکی وټاکل شو.نوموړی له دې وروسته په ۲۰۰۰ م کال کې د نیوزیلینډ هیواد د رګبي سیالیو مشر روزونکی وټاکل شو.په ۲۰۰۳م کال کې یې زیاتې پیسې غوښتې چې نیوزیلینډ هیواد ورته ورنکړي نو له همدې امله یې دنده پاې ته ورسیده. تر ۲۰۱۳ پورې هغه او میرمن دیب د رګبي لیګ څخه بیرته کریسټ چرچ ته د ځوان لوبغاړو سره راوګرځیدل.هغه خپله وروستۍ دنده د سربیا د رګبي ملي لوبډلې سره ترسره کړه چې هلته هم مشر روزونکی و.

جمیز د خپل زوی بین سټوکز لپاره ډېرې سختې تیرې کړي وي او هغه یې په ډېرې سختۍ تر دغه ځاې رارسولی و د بین سټوکز پلار منځنۍ ګوته نلري نوموړی د سیالیو په جریان کې سخت ټپې شوې و چې وروسته ډاکټرانو د هغه منځنۍ ګوته پرېکړه

نو اوس ډېری وخت بین سټوکز خپل پلار ته د مینې اظهار په دې ډول کوي.

د کرکټ هر لوبغاړی د ځان لپاره مشخص سټایل لري چې ډېری وخت تري د لوبې په جریان کې لیدل کیږي بین سټوکز هم د خپل دردیدلي پلار د منځنۍ ګوتې په نشتون کې هغه ته د مینې اظهار په همدې ډول سټایل سره کوي.یاده دې وي جیمز سټوکز بیا د بین سټوکز پلار دی چې اوس مهال د انګلستان کرکټ په ملي لوبډله کې د یو کیلدي لوبغاړي پڅیر خپله دنده ترسره کوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې