لیګونهنړیوال کریکټ

په کارابین لیګ کې اووم لوبغاړی هم واخیستل شو!

د راپورونو له مخې د ویسټ انډیز په کورنیو تجارتي سیالیو«CPL» کې د افغان کرکټ ملې لوبډلې چپ لاستی تکړه توپوهونکی نجیب الله ځدران هم واخیستل شو.

راپورونه وايي، چې هغه د محمدنبي او نوراحمد لکڼوال له لوبډلې سنټ لوشیا زووکس سره تړون لاسلیک کړی.

نجیب الله ځدران تر دې مخکې هم د یادې لوبډلې په ګټه لوبیدلی دی.

په دې تړاو خپله هم نجیب الله ځدران پر خپلې ټویټر پاڼې یو پوسټ کړی.

د ویسټ انډیز هیواد د کرکټ کورنی لیګ «CPL» د راتلونکې اګیسټ میاشتې له ۱۸مي بیا د سیپټمبر میاشتې تر ۲۰مې نېټې پورې ترسره کیږي.

د CPL لیګ تنظیموونکو وایې، چې ټولي لوبې د ویسټ انډيز هیواد په دوو ښارونو ترینیداد او توباګو کې ترسره کیږي.

دوی وایي لوبغالي ته مینوال نشي ورتللای او لوبې به ټولې د بندو دروازو تر شاه ترسره شي.

د کورونا ویروس څخه راوروسته به د ویسټ انډيز هیواد CPL لیګ لومړنی لیګ وي، چې ترسره شي.

په دې لیګ کې ۶ لوبډلې برخه والي دي او سږ کال ۷ افغان لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان، رحمن الله ګربز، نجیب الله ځدران، نوراحمد لکڼوال، قیس احمد او نوین الحق پکې اخیستل شوي.

دا لومړی ځل دی، چې ۷ افغان لوبغاړي په دې لیګ کې اخیستل شوي دي.

راشدخان او رحمن الله باراباډوس ټریډینټس لوبډلې، محمدنبي نوراحمد لکڼوال او نجیب الله ځدران د ایس ټي لوشیا ژاک لوبډلې قیس احمد او نوین الحق بیا ګیانا امازون لوبډلې اخیستي.

یاد افغان لوبغاړي هم خوښ دي، چې د ویسټ انډيز په دې کورنیو سیالیو کې اخیستل شوي.

دا د کاربین لیګ اتم پړاو دی، چې اګسټ میاشت کې به پیل شي.

دا سیالۍ د نورو تجارتي لوبو په څېر د افغان لوبغاړو په پرمختګ او هڅونې کې خورا مهم رول لري.

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې