افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

په شل اوریزه لوبو کې د دوو افغانانو غوره ملګرتیا!

په شل اورېز کرکټ کې یو توپ وهوونکی د دې وړتیا لري چې یوه ډیره ښه ملګرتیا جوړه کړې.

 داسې یوه ملګرتیا چې د کرکټ په تاریخ کې ریکارډونه جوړ کړې.

کرکټ اوس د نړۍ یوه ډیره مشهوره لوبه ده، په دې لوبه ډیرې مینوال اخته دي، تر څو خپل وخت په دې لوبه تیر کړي. په اوسني وخت کې، چې د مینوالو په زړونو کې ځای لري، همدا د کرکټ لوبه ده.

دلته به د کرکټ پنځه غوره ملګرتیاوې در وپېژنو.

۱- حضرت الله ځاځی او عثمان غني:

حضرت الله ځاځي او عثمان غني په ۲۰۱۹ م کال کې د فبرورۍ میاشتې پر ۲۳ مه نیټه د ایرلنډ خلاف داسې یوه بریدګره لوبه نندارې ته وړاندې کړه چې نړیوال یې حیران کړل او د نړۍ غوره ملګرتیا یې وکړه.

دا ورځ د حضرت الله ځاځي لپاره ځانګړې ورځ وه هغه پدې لوبه کې ۱۶۲ ناسوځيدلې منډي جوړې کړې، دوی دواړو لوبغاړو په ګټه د ۲۳۶ منډو ستره ملګرتیا جوړه کړه.

 افغان لوبډلې په هغه لوبه کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۷۸ منډې جوړې کړې او د ایرلنډ لپاره یې یو ستر هدف وټاکه.

 او ایرلنډۍ لوبډله په هدف ترلاسه کولو کې پاتې راغله.

۲- ارون فېنچ او ډي ارسي:

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې پیلیز توپ وهوونکي ارون فېنچ او ډي ارسي د جولای میاشتې په دریمه ۲۰۱۸ م کال کې د زیمبابوې کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې غوره ملکرتیا جوړه کړه.

دغو دواړو لوبغاړو په ډیرې بې رحمۍ سره د زیمبابوې کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې توپ وهنې ته دوام ور کړ.

ارون فېنچ په شل اورېز کرکټ کې یو هغه لوبغاړی دی چې په یوه سیالۍ کې یې تر ټولو زیاتې ۱۷۲ منډې جوړې کړې دي. خو فېنچ او ډي ارسي دواړو په ګډه ۲۲۳ منډو ملګرتیا جوړه کړه.

۳- جورج مسي او کایل کوټرز:

د سکاټلنډ کرکټ ملي لوبډلې دغو دوه لوبغاړو د نیدرلنډ کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې غوره ملګرتیا جوړه کړې وه.

جورج مسي او کایل کوټرز هغه لوبغاړي دي چې په ۲۰۱۹ م کال کې یې د نیدرلنډ خلاف بې رحمه توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړې وه. دا سیالۍ په سپټمر میاشت کې تر سره شوې وه.

چې دواړو لوبغاړو د ۲۰۰ منډو ملګرتیا وکړه. پدې سیالۍ کې کایل کوټرز ۸۹ منډي جوړې کړې او جورج میسي ۱۲۷ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې.

۴- ډاویډ ملان او ایون مورګن:

انکلینډ کرکټ ملي لوبډلې په دې وروستیو کې یو څه مخکې تګ کړی دی. داوید ملان او ایون مورګن هغه لوبغاړي دي چې په ۲۰۱۹ م کال کې یې د نومبر میاشتې پر اتمه نیټه د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې په یوه لوبه کې ستره ملګرتیا جوړه کړه. داوید ملان او ایون مورګن هغه لوبغاړي دي چې په یوه سیالۍ کې یې د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې لپاره د ۱۸۲ منډو ستره ملګرتیا جوړه کړې ده. ملان په دې سیالۍ کې د ۵۱ بالونو په مرسته ۱۰۳ منډې جوړې کړې وې.

۵- مارټین ګوپټيل او کین ویلمسن

مارټین ګوپټيل او کین ویلمسن په ۲۰۱۶ م کال کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې نه هیردونکې لوبه تر سره کړه. مارټین ګوپټيل او کین ویلمسن دواړو د پاکستان پر وړاندې د ۱۸۲ منډو ناسوځیدونکې ملګرتیا جوړه کړه. مارټین ګوپټيل او کین ویلمسن په ترتیب سره ۸۷ او ۷۲ منډې جوړې کړې. د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوري ور کړل شوی هدف د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې له لوري پرته د کومې ویکیټې په زیان سره بشپړ شو.

ګرانو لوستونکو دا پنځه هغه لوبغاړي وه، چې په شل اوریزه لوبو کې یې ښې ملګرتیاوي ترسره کړي وي.

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې