نړیوال کریکټ

نړیوال شل اوریزه جام لغوه نه بلکې وځنډول شو

د کرکټ نړیوالې شورا نن رسماً اعلان وکړ چې د ۲۰۲۰ م کال ۷ پړوا سیالۍ وځنډول شوې.

د کرکت د نړیوالې شورا د پرېکړې پربنسټ به د کرکټ دوه شل اوریزه جامونه په دوو کلونو کې کیږي، د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر په میاشت او د ۲۰۲۲ د اکتوبر په میاشت کې چې پایلوبې به یې د نومبر په ۱۴ او ۱۳ وي.

Icc

همدا راز ویلي چې د ۲۰۲۳ م کال نړیوال پنځوس اوریزه جام به د هند په کوربتوب د کال په وروستیو اکټوبر او نومبر میاشتو کې ترسره کړي.

د دې شورا اجرایوي مشر(مانو ساهني) ویلي،، مونږ د ۲۰۲۰ م کال نړیوال شل اوریزه جام د ځنډیدو پرېکړه د ډېر غور وروسته کړې.

مونږ به وشو کولای چې د دې جام د ځنډیدو وروسته نورو رسمي سیالیو ته لار هواره کړو،،

د کرکټ نړیواله شورا د جام د ځنډیدو دلیل دا راولي چې اوس مهال کرونا ویروس ډېر په چټکۍ سره روان دی او هغه هیوادونه چې په نړیوال شل اوریزه جام کې غړیتوب لري لاهم پکې کرونا ویروس په پراخه پیمانه لیدل کیږي.

د ۲۰۲۰ م کال نړیوال شل اوریزه جام دا ځل په استرالیا هیواد کې پیلیده چې دا به یې ۷ پړاو و.په دې جام کې د افغانستان په ګډون ۱۳ نورې لوبډلې شاملې وي چې ټولو ورته ډېر زیات انتظار ویستلی و او ان د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اضغر افغان یادو سیالیو ته د پوره چمتوالې خبر هم ورکړې و.یاده دې وي چې ډېری د کرکټ مبصرین لوبغاړي او مینوال په دې اند دې چې دغه جام د هندوستان د سوداګریز لیګ لپاره قرباني شو.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې