دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

شاهد افریدي ویلي هندي ګوتم ګمبیر د کرکټ په نړۍ کې خوښوم خو د هغه سره په شخصي ژوند کې ستونزه لرم

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي شاهد خان افریدي له زینب عباس سره په مرکه کې ویلي،،

زه د هندوستانۍ کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی ګوتم ګمبیر د کرکټ په دونیا کې خوښوم خو په روان ژوند کې ورسره ستونزه لرم.

هغه کله نا کله داسي کړنې ترسره کوي چې د هیڅ کوم کس نه خوښیږي، د هغه ډاکټر لا دمخه روښانه کړې وه چې ګوتم ګمبیر روانې مشکل لري.

زه د یو انسان په توګه  د هغې روان ژوند نه خوښوم لیکن د یو کرکټر په توګه مې هر وخت خوښ کړې دی،،

د اپټن په نوم یو کتاب کې د ګوتم ګمبیر په اړه لیکل شوې.ګمبیر په ذهني لحاظ تر ټولو ناامنه منفي فکره لوبغاړی و.

یاده دې وي چې شاهد خان افریدي او ګوتم ګمبیر په ۲۰۰۷ م کال کې لفظي شخړه وکړه چې له هغې راوروسته یې د یو بل پر وړاندې په ټولنیزه رسنیو کې وخت ناوخت د بغاوت پوسټونه کول.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې