نړیوال کریکټ

سبا کریم له خپلې دندې استعفا وکړه

د هندوستان پخواني کرکټر سباکریم پرون رسماً له خپلې دندې استعفا اعلان کړه.نوموړی د

BCCI

کمېټې عمومي مدیر و.ځنې سرچینې بیا وایي چې کریم ته ویل شوې و چې له خپلې دندې استعفا وکړي.ځکه هغه په کورني کرکټ سیالیو کې پاتې راغلی و او ترډېره یې په خپلو چارو کې بریالیتوب نه دی ښودلی.

نوموړی په ۲۰۱۲ م کال کې د ختیځ زون د ملي انتخاب کوونکې په توګه وټاکل شو.چې له مسلسلو ناکامیو وروسته اخر بي سي سي آی مشر دې ته مجبور شو چې کریم له دندې څخه ګوښه کړي.

کریم په ۱۹۹۷ م کال کې د سویلي افریقا پر وړاندې یو ورځنیو سیالیو کې ولوبید،په ۲۰۰۰ م کال کې هغه د بنګله دیش خلاف په ټيسټ سیالۍ کې ولوبید.

کریم ۳۴ پنځوس اوریزې ۱۲۰ فرسټ کلاس او ۱۲۴ لیسټ ای لوبې ترسره کړې.

یاده دې وي چې د هندوستان د بي سي سي آی کمېټې غړې ترډېره بریده په اوسني وخت کې له یو ډول جنجالونو سره مخ دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې