لیګونهنړیوال کریکټ

د BCCI کميټې د پرېکړې څخه نشر کوونکې خوښ نه دي

په پام کې وه چې د هندوستان سوداګریز لیګ د مارچ په ۲۹ نېټه د ممبې انډینز او چینایي سوپرکینګز په لوبه سره پیل شوې وی لیکن دغه لیګ د کرونا ویروس له امله لاتر اوسه د نامعلوم برخلیک سره مخ دی.

د جمعي په ورځ د هندوستان مشهوره کمیټې

BCCI

پرېکړه وکړه چې دغه لیګ به د هندوستان پر ځاې په متحد عربي اماراتو کې ترسره کړي اوس لپاره ورته نهایي نېټه د سيپټمبر میاشتې ۲۶ اعلان شوې.

د هندوستان د سوداګریز لیګ مالکان هڅه کوي چې خپلو لوبغاړو ته ځانګړې الوتکې برابرې کړي ترڅو خپل تمرینات په متحد عربي اماراتو کې ترسره کړي.

دلته بیا د دې پرېکړې څخه نشر کوونکې خوښ نه بريښې سټار تلویزون چې داځل یې د آی پي ایل د نشریدو رسمي قرارداد ترلاسه کړې له یادې پرېکړې څخه ناخوښه دي.

د هند سوداګریز لیګ د راتلونکې سيپټمبر میاشتې په ۲۶ نېټه پيلیږي او د نومبر تر اتمې نېټې پورې به دوام کوي.که دا لیګ په همدې نيټه ترسره شي نو هند کرکټ بورډ به په ۴۴ ورځو کې ۶۰ سیالۍ ترسره کړي.

که چیرته دغه لیګ په اتمه نېټه پاې ته ورسید نو هندوستان کرکټ ملي لوبډله بیا کولای شي د نومبر په لسمه نېټه استرالیا ته سفر وکړي چې هلته به درې شل اوریزه درې پنځوس اوریزه او څلور ټیسټ سیالۍ ترسره کړي.

Jaipur: Chennai Super Kings’ Suresh Raina celebrates his half century during an IPL 2018 match between Chennai Super Kings and Rajasthan Royals at Sawai Mansingh Stadium in Jaipur, on May 11, 2018. (Photo: Surjeet Yadav/IANS)

هند کرکټ بورډ د اوسه لپاره د آی پي ایل د دې نېټې په اړه دقیق خبر خپور کړې خو لا هم باورې نه دي چې دغه سیالۍ به همدې نېټې ترسره کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې