نړیوال کریکټ

انګلستان کرکټ ملي لوبډلې دا ځل ميلمنه لوبډله سخته خفه کړه

د انګلستان او ویسټ انډيز ترمنځ دوهمه ټيسټ لوبه هم ترسره شوه په یاده ټيسټ لوبه کې ټاس مېلمه لوبډلې ویسټ انډيز وګټه او د توپ وهنې بلنه یې انګلستانۍ لوبډله ته ورکړه.

انګلستان کرکټ ملي لوبډلې د بین سټوکز د ۱۷۶ منډو پر مټ په لومړي اننګز کې ۴۶۹ منډې ترلاسه کړي او خپلې ۹ ویکټې یې له لاسه ورکړي.

ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې ۹۹ اورونه په لومړۍ پاڼۍ کې ولوبول او ۲۸۷ منډې یې ترلاسه کړي.

انګلستان کرکټ ملي لوبډلې پيل دا ځل چټک وکړ او یو ځل بیا د بین سټوکز د ۷۸ منډو پرمټ په دوهمه پاڼۍ کې ۱۲۹ منډې جوړي کړي دلته انګلستان کرکټ ملي لوبډلې درې ویکټې له لاسه ورکړي، کوربه انګلستانۍ لوبډلې د ۳۱۲ مندو هدف ویسټ انډیز لوبډلې ته کيښود.ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې ونشو کولای چې د انګلستاني بالرانو دفاع وکړي او په دوهمه پاڼۍ کې یې هم د انګلستان ورکړل شوې هدف پوره نکړ مېلمنې لوبډلې خپله ټوله لوبډله په ۱۹۸ منډو کې له لاسه ورکړه.

د انګلستان لپاره په لومړي او دوهم اننګز کې سټوراټ براډ، ۶ مهمې ویکټې ترلاسه کړلي.چې لومړی درې په لومړي اننګز کې او درې نورې یې بیا په دوهمې پاڼۍ کې ترلاسه کړلي.

دا د ویسټ انډيز او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دوهمه ټیسټ لوبه وه چې نن د انګلستان په بریا پاې ته ورسیده. د دواړو لوبډلو ترمنځ به درېمه ټيسټ لوبه د روانې میاشتې په ۲۴ ڼېټه ترسره شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې