نړیوال کریکټ

اسټرالیا کریکټ ملي لوبډله د سيپټمبر په ۴ مه انګلینډ ته سفر کوي

د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډله په پام کې لري چې د سيپټمبر میاشتې په څلورمه نیټه انګلیستان هېواد ته سفر وکړي. د دې سفر په ترڅ کې به د انګلیستان او اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلو ترمنځ درې شل اوریزې او یو ورځنۍ لوبو لړۍ پیل شې. 

دا لوبې ښایې د تړلو دروازو ترشا ترسره شي. او تمه کېږي چې لومړی به شل اورېزو لوبو لړۍ پیل شې.

د شل اورېزو لوبو لړۍ به د سيپټمبر په ۴ مه، ۶ مه او ۸ مه نیټه باندې ترسره شي. پداسې حال کې چې ترڅنګ به یې ۱۰ مه، ۱۲ مه او ۱۵ مه نیټه باندې د یو ورځینو لوبو لړۍ ترسره شي. د راپورنو پر بنسټ چې د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډله به د یو خصوصي الوتکې په مرسته انګلینډ هېواد ته سفر وکړي. 

او ټولې شپږ واړه لوبې به په ساوټ امپټون او مانچسټر کې ترسره کړي. د یادونې وړ ده چې دا دواړه ځایونه له لوبغالي سره نږدې هوټلونه هم لري. چې له مخې به یې لوبډلو، چارواکو او کارمندانو ته ځای ورکړل شې.

د ویلو وړ ده چې دا مهال د انګلینډ او وېسټ انډېز ترمنځ ټېسټ لوبې په همدې پورته دوه ځایونو کې روانې دي. تمه کېږي چې له دې وروسته به د پاکستان پر وړاندې هم سیریز په یادو دوه ځایونو کې پیل شې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې