نړیوال کریکټ

د شل اویزه جام په اړه به ورستۍ پریکړه سبا ترسره شي!

ICC یا د کرکټ نړیواله شورا به د شل اوریزه نړیوال جام په اړه خپله ورستۍ پریکړه سبا د جولای میاشتې په ۲۰مه نیټه د یوي غونډي په ترڅ کې، چې د ویډیو کنفرانس له لاري ترسره کیږي وکړي.

ويل کېږي چې سږکال به په اکتوبر او نومبر مياشتو کې نړيوال شل اوريز جام لغوه شي او همدا راز د دې جام د راتلونکي په اړه به هم پرېکړه وشي، چې چېري او کله به ترسره شي.

بل لوري ته د هند کرکټ بورډ هم د اى سي سي وروستۍ پرېکړې ته په تمه دى، چې ښايي له هغه وروسته اعلان وکړي چې اى پي ايل چېري او څه وخت ترسره کړي.

ټاکل شوې د هندوستان د کرکټ کورنۍ سیالۍ«IPL» د هند په ځای متحده عربي اماراتو کې د سیپټمبر میاشتې په ۲۶مه نېټه پيل شي او د نومبر میاشتې په ۷مه نېټه پای ته ورسیږي.

د تیري جمعې په ورځ د هند کرکټ بورډ مسوولینو خپلو کې په دې تړاو ناسته وکړه او پکې پرېکړه شوې، چې د هند آی پي ایل سیالۍ به د سیپټمبر له ۲۶مي بیا د نومبر تر ۷مي په متحده عربي آماراتو کې ترسره کړي.

د کرکټ نړیوال جام د روان ۲۰۲۰م  کال د اکتوبر میاشتې له ۱۸مې بیا د نوومبر میاشتې تر ۱۵مې د اسټرالیا هېواد په کوربتوب ترسره شوې واېي، خو د کورونا ویروس له امله له نامعلوم برخلیک سره مخ شوی.

د نړیوال جام کوربه اسټرالیا کرکټ بورډ هم څو څو ځلې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د کورونا له امله سږ کال د نړیوال جام ترسره کېدل ناممکنه ده.

د اسټرالیا د کرکټ بورډ رییس ایرل ایډینګز زیاته کړې، په هغو هېوادونو کې د کورونا ویروس په چټکۍ روان دی، چې لوبډلې یې د نړیوال جام برخه‌والې دي.

د دې ترڅنګ د پاکستاني کرکټ بورډ هم ورته خبرې کړي او د کرکټ نړیوالې شورا څخه یې غوښتي، چې نړیوال جام سږ کال نشي ترسره کېدای.

همدا راز د راتلونکې ٢٠٢١ کال د نړيوال شل اوريز جام کوربه توب بيا هند کوي او د ٢٠٢٣ کال نړيوال جام هم په هند کې ترسره کېږي.

د اسټراليا کرکټ بورډ وايي، که چېري سږکال نړيوال شل اوريز جام ترسره کېږي، نو بايد چې په راتلونکي کال کې دا جام په اسټراليا کې ترسره شي، خو بل لوري ته هند هم د ٢٠٢١ کال نړيوال شل اوريز جام ته پورته چمتووالى ښودلى دى او نه غواړي چې دا جام په بل هیواد کې ترسره کړي.

ځينو سرچينو ويلي دي، چې د نړيوال شل اوريز جام د لغوه کېدو پرېکړه شوې ده، خو اوس يې يوازې د راتلونکې نېټې او ځاى معلومول پاتې دي.

همدا راز اسيا جام بيا له دې مخکې د کرکټ اسيايي شورا له لوري لغوه اعلان شوى دى.

که څه هم د کرکټ اسيايي شورا مشر ويلي و، چې د کورونا له امله يې دا جام لغوه کړى دى، خو بل لوري ويل کېږي چې د هند کرکټ بورډ غواړي چې په هر حالت کې سږکال د اى پي ايل سيالۍ ترسره کړي.

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې