افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

انډي مولز او محمد صلاح الدین بیا د افغانو لوبغاړو ستاینه کړې

افغان کرکټ ملي لوبډله چې په ډېر کم وخت کې یې پراخه پرمختګ وکړ اوس یې نړیوال زیاته ستاینه کوي.

په یو راپور کې راغلي چې د بنګله دیش کرکټ د تجارتي سیالیو تجربه لرونکی روزونکی محمد صلاح الدین په دې اند دی چې افغان لوبغاړي اوس په خورا پرمختګ کې روان دي، دوی ډېره تکیه په شل اوریزه سیالیو کوي او له همدې امله یې د شل اوریزه سیالیو بازارتود دی.

محمد صلاح زیاتوې،، دا د افغانستان لپاره ښه خبرونه دي چې ډېر کم تجربه لوبغاړي یې په لیګونه کې اخیستل کیږي، مونږ بیا ټاپ لوبغاړي د کرابین لیږ ته وړاندې کړل خو د بدبخته چې هیڅ کومې لوبډلې ونه پيرل.افغان لوبغاړي چې په لیګونو کې اخیستل کیږي یو لامل یې دا دی چې ښه توپ اچونکې دي دوی په خپلې بهترینه توپ اچونې سره مقابل لوبغاړي ننګولی شي.محمد نبي عیسی خيل او راشد ارمان بیا په شل اوریزه سیالیو کې پيژندل شوې څهرې دي.دا چې په لیګونو کې بنګله دیشي لوبغاړي نه اخیستل کیږي عمده لامل دا دی چې یو فاسټ بالرانو مو د ۱۴۰ څخه پورته توپ اچونه نشې کولای او بله اړخه بیا په توپ وهنه کې چټک توپ وهونکې نلرو،،

بل پلو انډي مولز وایي،، افغان لوبغاړي د توپ وهنې او توپ اچونې پوره وړتیا لري،زمونږ لوبغاړي د اسعداد له مخې لیګونو ته ځي او په سیالیو کې د ځانه وړتیا ښایي،افغان لوبغاړي په هرڅه کې مثبت فکر لري.او همدا یې د کامیابۍ لاملونه دي،،

یاده دې وي چې څه موده وړاندې د ویسټ انډیز تجارتي لیګ ته شپږ افغان لوبغاړي واخیستل شو چې پکې ډېری بنګله دیشي لوبغاړو د ګډون په موخه ثبتنام کړې و چې هیڅ یو یې هم وانه خیستل شو.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې