دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

کوینټن ډي کاک په [3TC] سیالیو کې نه لوبیږي

د جنوبي افریقا کرکټ ملي لوبډلې اوسنی لوبډلمشر نه غواړې په تري ټي سي سیالیو کې ګډون وکړي کوینټن ډي کاک چې په دې سیالیو کې لومړی د ګډون کونکو له ډلې څخه و او د یوي لوبډلې مشرې هم ورکول شوې وه اوس راپورونه وایي چې د کوینټن ډي کاک په نشتون کې به ټيمبا بواما، لوبډلمشر وي.

دغه سیالۍ جنوبي افریقا کرکټ بورډ په لاره اچولي دي چې د ای بي ډي ویليرز په شتون کې به نن رسماً په سینچورین کې ترسره شي.

دا سیالۍ د دې په موخه په لار اچول شوې چې له یو اړخ څخه کرکټ بیا پیل شي او له بله اړخه یې راټولي شوې پیسو کرونا ځپلو ته ورکړل شي.

دغه لنډ فارمټ لوبې چې درې ټيمونه به پکې ګډون وال وي، ټول به پکې ۳۶ اورونه ترسره کیږي.هره لوبډله کې به اته اته لوبغاړي شامل وي چې شپږ شپږ اوره لوبه به وي،که چیرته ۷ ویکټې غورځيږي نو اخرې لوبغاړی په ځان له ځان هم توپ وهنه ترسره کولای شي.

د لوبډلو سکواډونه.

د اوټ سورنیس کینګ فاشاېر لوبډلې لپاره به ، ریزا هینډریکس لوبډلمشر وي، د دې سره په لوبډله کې هینریچ کلااسین ، جانمن ملن ، فاف ډو پلیسس ، تاندو نیټیني ، جیرالډ کوټزی ، ګیلینټن سټورمان ، تبریز شمسي. او روزونکی،میګنون ډو پریز شامل دي.

د مسټر پوډ کاټیس لپاره بیا، ټیمبا باومالوبډلمشر ، جون جون سموټز ، ډیویډ ملر ، ډیوین پریټوریس ، لوټو سیپملا ، بیوران هینډریکس ، آنریچ نورټج ، ریان ریکليټن،او روزونکی: وانډیل ګاواو دی.

او د ټیکالوټ ایګلز لپاره به بیا: ای بي ډې ویلیرز،لوبډلمشر، آیډن مارکارم ، راسي ون ډر  ډوسن ، کایل وریرین ، اینډل پیهلک وای و، بجرن فورټوین ، جونیئر ډاله ، لونګي نيګیدي.او روزنکی جیفري توانا دی. یاده دې وي چې دغه سیالۍ نن د جنوبي افریقا په سینچورین ایالت کې ترسره کیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې