لیګونه

کلاسن په T3C کریکټ سیالیو کې د کینګ فشر لوبډلې کیپتان وټاکل شو

د T3C کریکټ لیګ به نن په سینچورین سوپر سپورټ پارک کې پیل شي. پدې لیګ کې به درې لوبډلې شتون ولري. چې دا لیګ به ۳۷ اورېزه وې چې ۳ واړه لوبډلې به پکې ولوبېږي. 

مخکې د کينګ فشر لوبډلې لوبډلمشر تېز توپ اچوونکی کاګېسو رباډا نومول شوی وه چې نوموړي له دې امله خپل نوم له نوملړ څخه بیرته واخیست چې د کورنۍ کوم غړی یې مړ شوی دی چې اوس یې پر ځای باندې کلاسن د کینګ فشر لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوی دی. 

په ورته وخت کې د دوه نورو لوبډلو لوبډلمشران هم په ډاګه شوي دي چې د کاېټس لوبډلې کیپتان به کوینټن ډیکاک وي. او د ایګلز لوبډلې لوبډلمشر به ای بي ډویلیرز وې. 

سوېلي کریکټ بورډ په پام کې لري چې د کرونا وروسته کریکټ په یوه نوي بڼه پیل کړي. دا لیګ به خورا جالبه وې او ګڼ شمېر مینه وال لوبغاړي ورته لیواله دي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې