دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

هندي اف سپین توپ اچونکی هربهجن سینګ : دا زما د بدن پورې اړه لري چې زه باید څه وخت د کرکټ له نړۍ څخه تقاعد واخلم

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې نوموتی سوکه توپ اچونکی هربهجن سینګ په یوه تازه مرکه کې ویلي،، لاهم د خپل تقاعد په اړه فکر نه کوم، زه اوس هم انرژې لرم ترڅو په سیالیو کې ولوبیږم.

زما عمر ۴۰ کلنۍ ته رسیدلی دی خو باډي مې له هم جوړه ده زه به د ۲۰۲۰ م کال آی پي ایل وروسته خپل ځان ته وګورم چې د دې وړتیا لرم ترڅو کرکټ ته ادامه ورکړم.

زه له ۲۰۱۶ م کال راوروسته په ملي لوبډله کې نه یم لوبیدلی،ماپه ​​نړیواله کچه د هند لپاره ډیرې لوبې کړي او د کلونو په اوږدو کې لاسته راوړونکی لوبغاړی وم.خو اوس هم د ځوانو لوبغاړو څخه ډېر ښه یم،،

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې دغه لوبغاړي دا روښانه کړه چې د دیارلسم فصل وروسته به د خپل ځان په اړه پرېکړه وکړي چې څومره وړتیا لري، سینګ په لومړیو کې د هندوستان په تجارتي لیګ کې د ممبې انډينز په ګټه لوبیده خو اوس مهال د چينایي سوپر کینګز برخوال دی.نوموړی هغه وخت د هند کرکټ بورډ لخوا د پامه وغورځول شو کله چې دغې بورډ کولدیپ یاداپ، او چهل په لوبډله کې وموندل.یاداپ او چهل وشو کولای چې په خپله سوکه توپ اچونه د نړۍ بهترینه لوبغاړي وننګوي او په لوبډله کې دځان لپاره ځاې لري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې