نړیوال کریکټ

فاف ډوپلیسی د ماشومانو سره د مرستې په خاطر خپل بیډ او لباس لیلاموی!

د سویلې افریقا کرکټ ملي لوبډلې پیاوړې توپ وهونکې فاف ډوپلیسي د ماشومانو سره د مرستو په خاطر د یوورځنیو لوبو یو بیډ او د یو روځنیو سیالیو یو لباس(شرټ) لیلامې ته وړاندي کوي.

د یاد لوبغاړي په وینا دا پیسي به هغو ماشومانو ته ورکولو کیږي، چې له کمو خواوړ سره مخ وي، ترڅو د کرونا ناروغې څخه موشومان وساتل سي.

ډوپلیسي به خپل د یو ورځنیو لوبو هغه ګلابې لباس چې ۱۸ نمبر شمیره او د یو ورځنیو لوبو هغه بیډ چې ده ورباندي توپ وهنه کوله د مرستو په خاطر لیلام کړي.

فاف ډوپلیسې پر خپل رسمې انسټاګرام د دې مرستې یادونه کړي چې دې به هغه بیډ او لباس لیلام ته وړاندي کړي، چې په ۲۰۱۶م کال کې یې د انګلستان په وړاندي ښې لوبې ورباندي ترسره کړي وي.

هغه دا بیډ او لباس په ۵۰۰۰۰۰ رینده پیسو باندي لیلامې ته وړاندي کوي، چې ریند د سویلې افریقا پیسي دي.

د ډوپلیسي په وینا:

“د لیلام ټولې پیسې به د یوې پروژې له لاري  پر ماشومانو باندي ویشل کیږي. د دې پیسوپه واسطه به د ټولني څخه زیان منونکي ماشومانو ته خواړه چمتو کیږي٬٬

دا چې پدې وروستیو کې د کرونا ناروغې کې زیاتوالی راغلی، نو په همدي خاطر ډوپلیسس دا اقدام ترسر کړ.

فاف ډوپلیسس تر دې دمه پوري ۱۴۳ یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي دي، په دې ۱۴۳ لوبو کې یې ۵۵۰۷ منډي کړي، چې په یوه لوبه کې یې ښه توپ وهنه د ۱۸۵ منډو ده.

هغه د دې ترڅنګ په یو ورځنیو لوبو کې ۱۲ سلیزي او ۳۵ یې بیا پنځوسیزي وهلي دي.

همدارنګه یې ۲۱۹ شل اوریزه لوبې ترسره کړي ‌دي، چې په دې ۲۱۹ شل اوریزه لوبو کې یې ۵۲۵۸ منډي کړي، په یوه لوبه کې یې تر ټولو ډيري منډي ۱۱۹ دي، هغه د دې تر څنګ په شل اوریزه لوبو کې یوه سلیزه او ۳۱ یې بیا پنځوسیزي وهلي دي.

فاف ډوپلیسي اوس هم دو سویلې افریقا کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبیږي او هر وخت یې د خپل ملي ټیم لپاره ښې لوبې ترسره کړي دي.

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې