افغانستان کریکټلیګونه

شپږیزه لیګ لپاره نهایي نيټه په ډاګه شوه

افغان کرکټ بورډ د شپږیزه لیګ لپاره خپله وروستۍ نېټه په ډاګه کړه.

افغان کرکټ بورډ نن رسماً خبر ورکړ چې دغه لیګ به د راتلونکې سيټمبر میاشتې په ۱۳ نېټه پيل او د همدي میاشتې په ۲۵ نېټه به پاې ته ورسیږي.

د دې سیالیو د نشر قانوني حقوق ملي راډيو تلویزون ته ورکول شول چې ټولې لوبې به د پيل څخه ترپاې د تلویزون په پرده خلکو ته وښایې.

 په شپږیزه لیګ کې ګڼ شمیر ملي او کورني لوبغاړي لوبیږي چې د مینوالو لپاره به په اوسني وخت کې ترټو ښه ساعت تیري اووسي.

افغان کرکټ بورډ هڅه کوي چې په دغه سیالیو کې نوې او پټ استعدادونه راڅرګند کړي.او له هغه وروسته یې په نولس کلنه یاهم ملي لوبډله کې ځاې کړي.

د افغانستان شپږیزه لیګ په ۲۰۱۳ م کال کې د افغان کرکټ بورډ لخوا پرانیستل شوې و،چې اتلوالي یې د سپین غر پړانګانو لوبډلې وګټله.

 دوهم فصل یې بیا په ۲۰۱۴ م کال کې ترسره شو چې بیا هم پکې پنځه لوبډلې شاملې وي داځل یې اتلولي میس عینک لوبډلې ترلاسه کړه.

 په دوهم فصل کې ګلبدین نایب د لیګ غوره لوبغاړی نورعلی ځدران بیا ترټولوټاپ ترینه توپ وهونکی او د توپ اچونی په برخه کې بیا سوکه توپ اچونکی روښان بارکزی بهترینه بالر ونومول شو.

له دې وروسته یې دریم څلورم پنځم او شپږم پړاو هم په خورا شانداره شکل ترسره شو چې ګڼ شمير بهرني لوبغاړي پکې ولیدل شو.دا چې کرونا ویروس په ټوله نړۍ کې د کرکټ، فوټبال، ولیبال، باکسینګ، او د کرکټ مهم لیګونه ځنډولي نو افغانستان هم یو له هغه هیوادونو څخه و چې درې میاشتې پکې د ورزش هرډول سیالۍ بندي وي.

بل پلوافغانستان ته د نورو لوبو څخه مخکې د کرکټ د بیا پیل اجازه په رسمي ډول ورکړل شوه، همدا لامل دی چې افغان کرکټ بورډ د شپږیزه لیګ لپاره کره نېټه په ډاګه کړه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې