دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د ټیسټ فارمټ پخوانی لوبډلمشر بیري جرمان د ۸۴ کلنۍ په عمر ومړ

د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر بیري جرمان د ورپيښې ناروغۍ له امله د ۸۴ کالو عمر نن له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړي.

نوموړي په ۱۹۵۹ او ۱۹۶۹ م کال کې د استرالیا لپاره په ۱۹ ټيسټ لوبو کې ګډون کړې و د خپل وخت بهترینه توپ نیونکی هم و.

کرمان د سویلي استرالیا لپاره ۱۹۱ فرسټ کلاس،سیالۍ په ۱۳ فصلونو کې ترسره کړې وي چې اصلي کرکټ یې هم له سویلي استرالیا څخه پيل کړې و.

جرمن په ۱۹۵۹ م کال کې د سیالیو پيل د هند په کانپور ایالت کې وکړ.او په ۱۹۶۷ م کال کې یې د انګلستان پر وړاندې د ټیسټ سیالیو د لوبډلمشر په توګه وټاکل شو.

خپله وروستۍ ټیسټ سیالۍ یې د ویسټ انډیز پر وړاندې ترسره کړه.له دې وروسته په ۲۰۰۱ م کال کې یې د آی سي سي سره د امپاېر په توګه دنده ترسره کړه.

نوموړي د ۲۵ ټیسټ او ۲۸ پنځوس اوریزه سیالیو امپاېرې هم ترسره کړې ده.نوموړي په ۱۹۹۸ م کال کې کې د ویسټ انډيزسره د سیالیو وروسته د کرکټ د پریښودو نیت وکړ.د دې ترڅنګ نوموړي د جنوبي افریقا خلاف هم سیالۍ ترسره کړې دي.نوموړی نن په خپل کور کې د ورپيښې ناروغۍ له امله د ۸۴ کالو په عمر ومړ.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې