افغانستان کریکټ

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوي رییس ویلي د اسیاجام ځنډول د افغانستان لپاره یو څه د خطر زنګ دی

په پام کې وه چې د اسیاجام سیالۍ په اکټوبر میاشت کې ترسره شوې وی خو د کرونا ویروس له امله دغه سیالۍ ۲۰۲۱ م کال ته وځنډول شوې.

دلته بیا افغان کرکټ بورډ له یو څه مالي ستونزو سره مخ لیدل کیږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوي رییس لطف الله ستانکزي د کریک بز سره په یو تازه مرکه کې ویلي دي،،دا ښکاره خبره ده چې د اسیاجام ځنډول د افغانستان په کرکټ بورډ منفي تاثير غورځولی دی.په هر صورت جام نه دی لغوه شوې یوازې ځنډیلی دی مونږ کولای شو په ۲۰۲۱ م کال کې خپل عاید بیرته پوره کړو.مونږ د جون میاشت راهیسي د خپلو بهرنیو روزونکو معاشات پنځوس فیصده کم کړې دي.دا به تر راتلونکو میاشتو پورې ادامه پیدا کړي افغان کرکټ بورډ په پلان کې لري چې د زیمبابوې سره پنځه شل اوریزه سیالۍ په نیږدي وختونو کې ترسره کړي،چې دا سیالۍ بیا د

(FTP)

برخه نده،،

اوس مهال افغان کرکټ بورډ سره ۳۲ لوبغاړي مرکزي قرارداد لري، چې پکې ۵۵ کورني لوبغاړي هم شامل دي.

د آسیا جام سیالیو څلور برخه اخیستونکو هیوادونه – هندوستان ، پاکستان ، بنګله دیش او سریلانکا ، د ګډون فیس شاوخوا دوه ملیونه ډالر ترلاسه کوي.

افغان کرکټ بورډ وروسته له هغې د مالي مشکل سره مخ کیږي کله چې یې د الکوزي ګروپ شرکت سره خپل قرارداد لغوه اعلان کړ.

یاده دې وي چې افغان کرکټ بورډ په اګسټ یاهم سيپټمبرمياشتو کې خپل کورنی شپږیزه لیګ ترسره کوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې