دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

بریټ لي ویلي ویراټ کوهلي د نړۍ بهترینه لوبغاړی دی خو د استرالیا په لوبغالو به ترډېره د توپ اچونکو مقاومت ونشي کړلی

د هندوستان او استرالیا ترمنځ د دې کال په وروستیو مياشتو کې درې شل اوریزه درې پنځوس اوریزه او څلور ټيسټ سیالۍ پلان شوې دې چې د ډیسمبر په دریمه یاهم لسمه نېټه پيل شي.

دې سیالیو ته ډېر خلک ځکه انتظار باسي چې دا د نړۍ دوه پیاوړې لوبډلې دي، د استرالیا چټک پخواني توپ اچونکې بریټ لي د دې سیاليو په اړه ویلي،،

زه باور لرم چې استرالیا به په خپله خاوره کې هندۍ لوبډله له سختو ماتو سره مخ کړي. استرالیا کرکټ ملي لوبډله به هڅه وکړي چې د خپلو تیرو ماتو غچ له هندوستان څخه واخلې.

استرالیا ته ډيویډ وارنر او سټيو سمیت بیرته راستانه شوې دي چې د توپ وهنې لړۍ لا پسي قوي شوې ده.

بل پلو بیا د هندوستان په لوبډله کې ویراټ کوهلي چې هندۍ لوبډله رهبري کوي د نړۍ یو ټاپ ترینه کرکټر دی، زه په دې اند یم چې استرالیا کرکټ ملي لوبډله به ویراټ کوهلي ته ځانګړي پلانونه جوړ کړي ترڅو هغه په توپ وهنه کې زر له صحنې څخه وباسي.

ویراټ د نړۍ په سطحه یو کلاس توپ وهونکی دې چې د نړۍ ګڼ شمير توپ اچونکې د سیالۍ په جریان کې ننګولی شي،،

India’s captain Virat Kohli raises his bat and helmet to celebrate scoring a century during their fifth and last one-day international cricket match against Sri Lanka in Colombo, Sri Lanka, Sunday, Sept. 3, 2017. (AP Photo/Eranga Jayawardena)

د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې پخواني چټک توپ اچونکې داهم ویلي چې دې سیالیو ته انتظار باسي او دغه ډول سیالۍ یې زیاتې خوښیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې