لیګونه

سږ کال متحده عربي امارات د آی پي ایل کوربتوب کوي ـ راپورنه

یو شمېر مشهورو هندي رسنیو د یوې سرچینې په حواله لیکلې دي، چې د ۲۰۲۰ م کال هند غوره لیګ به په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي. راپورنه زیاتوي چې بي سي سي ای به په سپټمبر ـ نومبر کې د دې لیګ پر پیلید غور وکړي.  انډین پریمیر لیګ له خپلې رسمي نیټې څخه ځنډول شوی دی او لا تر اوسه یې په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوي دا لیګ د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ له کبله له ځنډ او خنډ سره مخ شوی دی. راپورنه زیاتوي چې د لوبډلو مالیکنو هم اجازه بي سي سي ای ته ور کړې ده چې دا لیګ دې بهر ترسره کړي. 

خو په ورته وخت کې د بي سي سي آی له لوري رسمي څه نه دي ویل شوي او لا هم رسمي اعلان ته وګړي انتظار دي. اوټ لوک نومي وېبپاڼې دا ادغا هم کړې ده چې شل اورېز نړیوال جام چې ټاکل شوې سږ کال اسټرالیا کې ترسره شي، ډېر ژر به لغوه شي. خو د کریکټ نړیوالې شورا په دې اړه چوپه پاتې ده او رسمي یې څه نه دي ویلي، خو د اسټرالیا کریکټ بورډ رئیس ویلي وه چې سږ کال اسټرالیا کې شل اورېز لیګ ترسره کېدل غیر رسمي ښکارې.

که چیرې آی پي ایل وځنډول شي نو د هند کریکټ کنټرول اداره بي سي سي ای به ۴۰۰۰ کروړه زیان ومومي.

متحده عربي اماراتو په ۲۰۱۴ م کال کې هم د آی پي ایل لیګ کوربتوب کړې وه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې