افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

راشد خان: پلان لرم ننګرهار کې هم اکاډمې جوړه کړم

د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې نوموتي لوبغاړي او د نړۍ خطرناکه سوکه لېک برېک توپ اچوونکي راشد خان ویلي دي، چې پلان لري په راتلونکې کې به په ننګرهار کې چې د کریکټ کور بلل کېږي په خپل نوم اکاډمې پرانېزي.

د راشد خان پر وینا چې ما په خارج یا بهر هېوادونو کې اکاډمۍ ولیدې او هلته مې امکانات ولیدل نو ما هم دا هوډ وکړ چې یوه اکاډمي جوړه کړم او ترڅنګ یې چې کوم امکانات اوس مهال په افغانستان کې د کریکټ په اکاډمیو یا رونیز ځایونو کې نشته راتلونکې کې یې برابر کړم.

د یادولو وړ ده چې راشد خان اوس مهال په مرکز کابل کې په خپل نوم یوه اکاډمې جوړه کړې ده چې پر وینا یې له قرنطین را پدیخوا دوه اونۍ یې کېږي چې بیرته یې اکاډمې پرانیستې ده.

راشد خان وویل: ((زما ایډیا (سوچ) دا وه چې زه هم په افغانستان کې داسې اکاډمې جوړه کړم چې په هغه کې د لوبغاړو لپاره هر ډول سهولت برابر وې لکه هغه ته د فټنس سهولت برابر وې، هغه ته باید کوچ سهولت برابر وې، هغه ته باید جیم او هر شي سهولت برابر وې. نو همدا وه چې ما کولی شوه دا سهولتونه برابر کړم نو اوله اکاډمې مې دلته کابل کې جوړه کړه او انشاالله پلان مې ده چې په راتلوونکو څو ورځو کې ننګرهار کې هم خپله اکاډمې جوړه کړم.))

راشد خان شاو خوا یو کال وړاندې په پلازمینه کابل کې په خپل نوم باندې اکاډمې جوړه کړه. راشد خان وایي ستونزې وې او د ستونزو له کبله یې د اکاډمې فعالیت په ټپه ولاړ وه.

د خان پر وینا چې له شاو خوا دوه اونیو راهیسې یې اکاډمې فعالیت پیل کړی دی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې