لیګونهنړیوال کریکټ

د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې ۶ لوبغاړي پر کرونا اخته دي

کرونا ناروغۍ اوس مهال هم دوام لري او ورځ په ورځ یې په شمېر کې زیاتوالی راځې. او په پرله پسې ډول وده کوي، دا مهال ټوله نړۍ د کرونا له ویجاړیو سره مخ ده. هر څوګ بیکاره دي او تر څنګ یې کریکټران بیا د اوږدې مودې لپاره په خپلو کورونو کې قرنطین ول چې اوس بیرته بیا لوبو او تمریناتو ته راستنه شوي دي.  

په تېره اونۍ کې یو ځل بیا کریکټ د انګلینډ او وېسټ انډېز پر لوبې پیل شو. پداسې حال کې چې یو شمېر نورو لوبډلو هم خپل تمرینات پیل کړې دي. په ورته وخت کې د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډله هم لیواله ده چې یو ځل بیا کریکټ ته راستنه شي.

۶ افریقایي لوبغاړي پر کرونا ویروس ککړ دي

دا چې سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې یو ټورنمنټ چې د ټي تر سي په نامه نومول شوی وه پر لاره اچولی وه. او غوښتل یې چې کریکټ په یوه نوي بڼه پیل کړي خو له بده مرغه چې اوس یاد لیګ له خنډ سره مخ شوی دی. د دې ټورنمنټ له پیلیدو وړاندې د ټولو افریقایي لوبغاړو کرونا ازموینه واخیستل شوه چې په ترڅ کې یې د ۶ لوبغاړو پایله مثبته ووته. دا خبر د سوېلي افریقا کریکټ بورډ هم تائید کړی دی او منلې یې ده چې شپږ لوبغاړي یې پر دې ویروس ککړ دي. 

د ټټي تر سي کریکټ لیګ لوبډلمشران

د سوېلي افریقا کریکټ بورډ په پام کې لري چې د جولای میاشتې له ۱۸ مې (سبا) د سولیډتري کپ په نوم یو ټورنمنټ پیل کړې چې پکې به یوه لوبه د دوه لوبډلو ترمنځ ترسره شي. 

همدغه راز د تري ټر سي کریکټ لیګ به بیا د درې لوبډلو له لوري پیلیږي چې د لوبډلو لوبډلمشران ای بي ډویلیرز، کوینټن ډیکوک او کاګېسو رباډا دی. دا لیګ ۳۶ اوریزه دی چې درې واړه لوبډلې به پکې برخه واخلي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې