نړیوال کریکټ

پاکستان کریکټ بورډ د پاکستان ټیم لپاره سپانسر پیدا کړ

د پاکستان کریکټ بورډ پرته له کوم سپانسر څخه انګلینډ ته خپله لوبډله استولی وه. چې له امله یې د پاکستان کریکټ بورډ سخت خواشینې وه چې سپانسر یې نه وه او راتلوونکو لوبو ته یې د سپانسر په لټه کې شوه. 

چې نن پاکستان کریکټ بورډ اعلان وکړ چې له پیپسې نومي کمپنۍ سره یې د درې واړه فارمیټونو لپاره د همکار په توګه د یو کال تړون لاسلېک کړ.

پیپسې نومي کپمنۍ مخکې هم د پاکستان کریکټ بورډ همکار پاتې شوی وه.  منور خان وویل: ((مونږ ویاړو چې د پاکستان د کریکټ د ملي لوبډلې د اصلي ملګري په توګه د پاکستان کریکټ بورډ ملاتړ کړی دی.

نوموړی وایي، مونږ ډېر خوښ یو چې د خپلو لوبغاړو ملاتړ کوو او مونږ یې په بریا ویاړو.))  پیپسې کمپنۍ له شاو خوا ۱۹۹۰ مو کلونو راهیسې ښه ملګري پاتې شوې دي. او په دې سخت وخت کې یې بیا د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې ملاتړ وکړ او همکار یې پاتې شو.    

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې