نړیوال کریکټ

انګلینډ او وېسټ انډېز دوهمه ټېسټ لوبه: کله، چیرته، هوا حالت او په کوم تلویزون یې خپروې؟

د انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې له میلمه وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې څخه ماته وخوړه. وېسټ انډېز په څلورو ویکیټو انګلینډ ته ماته ورکړه. ټاکل شوې دوهمه ټېسټ لوبه به نن پنجشنبه اولډ ټريفورډ پیل شې.  

د ویلو وړ ده چې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې روټ د خپل دویم ماشوم زېږون له امله لوبډله کې شامل نه وه. او روټ به ننۍ لوبه کې شتون ولري.

د دواړو لوبډلو نوملړونه په لاندې ډول دي: 

وېسټ انډېز – جېسن هولډر ، جرمېن بلېک ووډ ، کرېګ براټوېټ ، ناکرما بونر ، شمر بروکس ، جان کمپبل ، راخیم کارن وال ، شېنن ګابرېل ، شېن ډیورېچ ، روسټن چېس ، کامر هولډر ، شای هوپ ، رامون ریفېر ، الزاری جوزف او کېمر روچ.

انګلېنډ – جو روټ (کپتان) ، ډوم سېبي ، روري برنز ، جو روټ ، جک کرولي ، بین سټوکس ، اولي پوپ ، جوس بټلر (ویکټ کیپر) ، ډوم بېس ، جوفرا آرچر ، سټوارټ براډ ، مارک ووډ ، جېمز انډرسن ، جو ډینلي.

د لوبې سره اړوند مهم معلومات دلته: 

د انګلېنډ او وېسټ انډېز دوهمه ټېسټ لوبه به کله ترسره شي؟ 

د انګلینډ په وړاندې د وېسټ انډیز دوهمه ټېسټ لوبه به د جولای له ۱۶ مې څخه پیل او تر ۲۰ مې پورې به دوام وکړي. 

آیا دا سیالۍ به پر ژوندۍ بڼه خپره شې؟ 

هو، دا سیالۍ به په ژوندۍ بڼه نن غرمه د سکای سپورټس او سوني ۶ تلویزونې چاینلونو له لارې خپره شې. 

دا سیالۍ چیرته انلاین لېدلی شو؟ 

دا سیالۍ په (سوني لیف) آپلېکشن کې په آنلاین بڼه سره لېدلی شئ.

په اولډ تريفورډ کې هوا حالت څنګه دی؟ 

د دريو ټېسټ لوبو څخه به نن دوهمه ټېسټ لوبه په اولډ تریفورډ کې ترسره شي. چې له هغه ځای څخه داسې مالومات ورکړل شوي دي چې ښایې د لوبې په منځ کې باران هم وشي پداسې حال کې چې د لوبې څلورمه ورځ باندې هم د قوي باران اورښت وړاندوینه شوي ده.

د راپورنو له مخې چې د لوبې پر لومړۍ او دوهمې ورځې باندې د ۲۵ سلنه باران امکان سره وریځې وې. او د راتلونکو درې ورځو لپاره د باران وړاندوینه ۵۵ سلنه ښودل شوي ده.

په نوملړونو کې بدلون:

انګلیستان د دوهمې ټېسټ لوبې لپاره لوبډله اعلان کړه چې پکې جو روټ ، سټوارټ براډ او سیم کران لوبډلې ته راستنه شوي دي. همدغه راز د دوهمې ټېسټ لوبې لوبډلمشري به جو روټ پر غاړه ولري. لومړۍ ټېسټ لوبې لوبډلمشر د جو روټ په تږنشتون کې بین سټوکس وه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې