دلوبغاړو په اړه

ځوان لوبغاړي حضرت الله ځاځی وپیژنئ!

حضرت الله ځاځی د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړي تیز چپ لاستې  توپ وهونکې دي، چې په ۱۹۹۸م کال د مارچ میاشتې په ۲۳ نیټه په پکتیا ولایت کې زېږیدلی.

حضرت الله د افغان ملي لوبډلې سره په ۲۰۱۶م کال کې یو ځای سو.

حضرت الله ځاځی د نړۍ په کچه شپږم لوبغاړی دي، چې یو اورکې د شپږ شپږیزو ریکارډ جوړوي.

هغه خپله لومړۍ نړیواله لوبه په ۲۰۱۸م کال کې د ارلینډ کرکټ ملي لوبډلې په وړاندي ترسره کړه.

یاده لوبه یو ورځنې لوبه وه چې حضرت الله ځاځي پکښې ښه توپ وهنه ترسره  نه کړه یاد لوبغاړي یوازي پکښې ۱۴ منډي وکړي هغه لوبه افغانستان کرکټ ملي ټيم په ۲۹ منډو وګټله.

شل اوریزه لوبې یې:

حضرت الله ځاځي د شل اوریزه لوبو یو ډیر پیاوړې او تیز توپ وهونکې دي، چې هر وخت یې د خپل ټیم لپاره ښه توپ وهنه ترسره کړي ده.

ځاځي تر اوسه پوري ۱۵ شل اوریزه لوبې ترسره کړي دي، چې په دي ۱۵ شل اوریزه لوبو کې یې ۵۷۰ منډي کړی دي، په یوه لوبه کې یې ښه توپ وهنه د۱۶۲ منډو ده یاد لوبغاړي دا ۱۶۲ منډي په ۲۰۱۹م کال کې د ارلینډ ملي لوبډلې په وړاندي ترسره کړي.

په هم هغه لوبه کې لومړی توپ وهنه د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ترسره کړه، چئ په ټاکلو شلو اورونو کې یې د دریو لوبغاړو په سوځیدو سره ارلینډ لوبډلې ته د ۲۷۸ منډو ستر هدف ورکړه.

د افغانستان کرکټ ملي ټيم لپاره حضرت الله ځاځي په ۶۲ توپونو باندي ۱۶۲ ډیري منډي وکړي.

کله چې د ارلینډ لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته سوه دې لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځيدو سره ۱۹۶ منډي وکړي او افغانستان ته یې په ۸۴ منډو لوبه وبایلل.

په هغه لوبه کې افغانستان لوبډلې بیلابیل ستر ریکاډونه مات کړه.

په شل اوریزه لوبه کې تر ټولو لوړ هدف هغه ۲۷۸ منډي سو.

حضرت الله ځاځی د کرکیټ په نړۍ کي دوهم لوبغاړی دئ، چي په شل آوریزه سیالیو کې  په یوه لوبه کي زیاتي ۱۶۲ منډي جوړوي. په لومړي ځای کې بیا د اسټرالیا لوبډلې مخکښ توپ وهونکې ایرن پنچ دي، چې ۱۷۲ ډيري منډي یې پّ یوه لوبه کې کړي دي.

همدارنګه حضرت الله ځاځي د خپلي توپوهني په یوه لوبه کي ۱۶ شپږیزي وهلي دي او په دې سره په نړۍ کي لومړنی لوبغاړی دئ، چي په یوه پاڼۍ کي دومره زیاتي شپږیزي وهي.

دا ریکارډ اوس د حضرت الله ځاځی په نوم دئ او تر اوسه کوم لوبغاړی ندی توانېدلی، چي د شل آوریزه سیالیو په یوه پاڼۍ کي دومره زیاتي شپږیزي ووهي.

د دې ترڅنګ حضرت الله ځاځي دویم افغان لوبغاړی دئ، چي په نړیوالو شل آوریزه سیالیو کي سلیزه لري، خو په عموم کي لومړی افغان لوبغاړی دئ، چي ۱۵۰ منډي لري.

د افغانستان دا تکړه چپ لاستی توپوهونکی په شل آوریزه سیالیو کي درېیم نړیوال لوبغاړی دئ، چي په ۴۲ توپونو ئې چټکه سلیزه وهلې.

د دې ترڅنګ په شل اوریزه لوبو کې تر ټولو ښه ملګرتیا د عثمان غني او حضرت الله ځاځي ترمنځ وه چې په هغه لوبه کې یې په دواړو ۲۳۶ منډي وکړي.

او په شل اوریزه لوبو کې د یوی لوبډلې لخوا ډيري شپږیزي، په هغه لوبه کې افغانستان لوبډلې  ۲۲ شپږیزي ترسره کړي.

حضرت الله ځاځي په شل اوریزه لوبو کې ۲ پنځو سیزي او یوه یې بیا سلیزه وهلي ده، همدارنګه یاد لوبغاړي په شل اوریزه لوبو کې ۴۹ څلوریزي او ۴۰ یې بیا شپږیزي وهلي دي.

یو ورځنۍ لوبې یې:

ځاځي تر دې دمه پوري ۱۶ یو ورځنې لوبې ترسره کړي دي، چې په دې ۱۶ لوبو کې یې ۳۶۱ منډي کړي، په یوه لوبه کې یې شه توپ وهنه د ۶۷ منډو ده، یاد لوبغاړي په یو ورځنیو لوبو کې کومه سلیزه نده پوره کړي خو په خپل کریر کې له ځان سره دوي پنځوسیزي لري.

د دې ترڅنګ یې په یو ورځنیو لوبو کې یې ۳۸ څلوریزي او ۱۷ یې بیا شپږزي وهلي دي.

لیست ای لوبې یې:

حضرت الله ځاځي تر اوسه پوري ۲۵ لیست ای لوبې ترسره کړي دي، چې په دې ۲۵ لوبو کې یې ۵۸۷ منډي کړي، په یوه لوبه کې یې تر ټولوښه توپ وهنه د ۱۰۳ منډو ده، یاد لوبغاړي په لیست ای لوبو کې ۲ پنځوسیزه او یوه یې بیا سلیزه وهلي ده د دې ترڅنګ حضرت الله په لیست ای لوبو کې ۷۱ څلوریزي او ۲۴ یې بیا شپږیزي وهلي دي.

او فرسټ کلاس لوبې یې:

ځاځي تر دې دمه ۱۷ فرسټ کلاس لوبې ترسره کړي دي، چې په دې ۱۷ لوبو کې یې ۱۲۴۶ منډي کړي په یوه لوبه کې یې ښه توپ وهنه د ۱۳۳ منډو ده.

همدارنګه حضرت الله په ۱۷ فرسټ کلاس لوبو کې ۳ سلیزي او ۸ یې بیا پنځوسیزي وهلي دي، د دې ترځنګ یاد لوبغاړي ۱۵۳ څلوریزي او ۴۴ یې بیا شپږیزي وهلي دي.

ځاځي خپله لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه په ۲۰۱۸م کال مې د ارلینډ په وړاندي ترسره کړه امو همدارنګه یې بیا لومړ‎ۍ نړیواله شل اوریزه لوبه په ۲۰۱۶م کال کې د متحده عربي آماراتو په وړاندي ترسره کړه.

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې