افغانستان کریکټ

هندي بورډ په متحد عربي اماراتو کې د خپلو ملي لوبغاړو لپاره روزنیز کمپ برابروي

هندوستان کرکټ بورډ او د بي سي سي آی کمېټې غړې سره په دې صلاح شوې چې په متحد عربي اماراتو کې هندۍ لوبډلې لپاره شپږ اونۍ روزنیز کمپ برابر کړي.

 د نیو انډين ایکسپریس په حواله راغلي هندوستان کرکټ بورډ هڅه کوي چې دا ځل خپل تجارتي لیګ  په متحد عربي اماراتو کې ترسره کړي.

هندوستان کرکټ ملي لوبډله د نیویزلینډ څخه راوروسته بیا هیڅ په تمریناتو نده لیدل شوې اواوس هند کرکټ بورډ هڅه کوي چې د خپلو لوبغاړو لپاره روزنیز کمپ په متحد عربي امارتو کې برابر کړي.

په راپور کې راځي چې د آی پي ایل اکثریت تجاران ډېر په لیوالتیا د کرکټ پیل ته په تمه دې، مخکې هند کرکټ بورډ خبر ورکړي و چې داځل به دیارلسم پړاو دننه په هیواد کې د ممبې په ښار کې ترسره کړي خو لاهم وضعیت برابر نه دی اوس ډېری اټکل داسي کیږي چې دغه پړاو دې په متحد عربي اماراتو کې ترسره شي.

د سږکال آی پي ايل لپاره اسیا جام هم قرباني شو او د نړیوال شل اوریزه جام په اړه لاهم نهایې پرېکړه نده اعلان شوې.یاده دې وي چې دغه لیګ به په سيپټمبر یاهم اکټوبر کې پيل شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې